ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو د کانګرس غړي دا اونۍ د امریکا د ولسمشر د هغه صلاحیت د لغوه کولو په اړه غور وکړي چې له مخې یې کولای شي په عراق کې د نظامي عملیاتو د پیلولو امر وکړي.
د امریکا د دواړو لویو ګوندونو سناتوران وايي کانګرس باید خپل واک وکاروي چې په راتلونکې کې له پوځي ځواک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.
د امریکا کانګرس په لومړي ځل په ١٩٩١ کې او بیا په ٢٠٠٣ کې په عراق کې د جګړې پیلولو دپاره د ولسمشر صلاحیت تصویب کړ، خو اوس لسیزې وروسته غواړي دغه واک بیرته لغوه کړي.
د سنا د اکثریت مشر، چک شومر وايي، امریکا په منځني ختیځ کې د پرله پسې جګړو نه ستړې شوې ده. هغه زیاته کړه: "ډیری امریکایان د هغه عمر دي چې د دغو جنګونو پیلیدل یې نه دي لیدلي. هر کال دا قانون موږ هم دغه ډول پریږدو چې په راتلونکې کې ورڅخه یو ځلې بیا ناوړه ګټه پورته کیدای شي."
دغه قانون د امریکا ولسمشرانو ته دا حق ورکوي چې د کانګرس له تایید پرته جنګ پیل کړي. د کانګرس غړو د کلونو راهیسې د ولسمشر د جنګ د پیلولو د دغه واک د ختمولو هڅې کړيدي.
دموکراټ سناتور ډیک ډربن پر عراق د ۲۰۰۳ کال برید ته په اشاره وايي، "په عراق کې د ډله ایزو وژنو وسلې هیڅ کله هم و نه موندل شوې. د ولسمشر د دغه حق لغوه کول دا معنی نه لري چې امریکا یو ناهیلې ملت دی، خو دا معنی لري چې امریکا یو قانوني ملت دی."
دا اړوند مطلب هم ولولئ لویډ آسټن په ناڅاپي سفر عراق ته تللید جمهوري غوښتونکي ګوند ځینې غړي بیا وایي چې له ولسمشر نه د دغه واک اخیستل د خطر په وخت کې د هغه د بیړني اقدام کولو مخنیوی کوي. جمهوري غوښتونکی سناتور لینسي ګراهام په عراق کې د امریکايي سرتېرو هڅي ستايي.
هغه وویل: "امریکایان په عراق کې خدمت کوي، او دوی دا حق لري چې مونږ ورته دا ډاډ ورکړو چې موږ کولی شو د هغو شیعه ملیشو په وړاندې چې د ایران په لارښوونه په عراق کې فعالیت کوي، د دوی د ساتنې لپاره هر ډول پوځي ځواک وکاروو."
د متحده ایالاتو ولسمشر ته د اساسي قانون لخوا د وسله والو ځواکونو د سرقوماندان حیثیت ورکړل شوی. د امریکا ولسمشرانو د اوږدې مودې لپاره د کانګرس له تصویب پرته پوځي اقدامات کړيدي. اکثره وخت کانګرس د ولسمشر د اقداماتو په وړاندې مقاومت نه دی کړی.
د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، باب مینیندېز په همدې هکله وايي د یاد قانون لغوه کول به موږ له خپلو موخو راونه ګرځوي. هغه د بیلګې په توګه د ایران موضوع ته اشاره کوي او وايي: "د دغه واک لغوه کول به د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو د ګټو د دفاع په وړتیا باندې هیڅ اغیزه ونلري."
د امریکا د ولسمشر ددغه واک د لغوه کولو لپاره چې پخوا کومې هڅې شوي، هغه ټولې ناکامه شوي. د کانګرس غړي به دا اونۍ د امریکايي رایه ورکوونکو د پام جلبولو دپاره په دې موضوع بحث وکړي.