امریکايي او قطري لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هیواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتونی بلینکن سره په یو ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او انتونی بلینکن د شنبې په ورځ مۍ ۱۳ (ثور ۲۳) د دواخیزو اړیکو سربیره په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او په فلسطین کې د وروستي تاوتریخوالي په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ددغو ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې دواړو خواو د فلسطنیانو او اسرائیل ترمنځ د اوربند د ټینګیدو هرکلی کړی دی. صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د دغه اوربند د ټینګیدو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د سیمه ییزو هڅو څخه د ملاتړ له امله چې ددغه اوربند د ټینګیدو سبب شو مننه کړې ده".

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د وضعیت په اړه دا خبرې کندهار ته د خپل سفر یوه ورځ وروسته کړي دي.

د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو پلاوي د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور ۲۲) د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د یو پلاوي سره په کندهار کې خبرې کړي دي.

تر اوسه ددغو خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه ددغې کتنې په اړه لیکلي، چې ال ثاني او د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلفي او ورسره ملګري پلاوي له محمد حسن اخند سره کتلي او له افغانستان سره یې ددغه هېواد د لا زیاتو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

مجاهد ویلي چې محمد حسن اخند په دغه کتنه کې د قطر د مخکنیو همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې له قطر څخه د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

قطر له پخوا څخه طالبانو ته په دوحه کې سیاسي دفتر ورکړی او له دغه ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

همداشان قطر د روانې میلادي میاشتې په سر کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د یو نړیوال کنفرانس کوربه هم و.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نوښت په دغه جوړ شوي کنفرانس کې، چې افغانستان لپاره د شلو څخه د زیاتو هیوادونو ځانګړو استازو په کې ګډون کړی و، د طالبانو د حکومت له خوا پر افغان میرمنو د پرله پسې محدودیتو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو پر کار د بندیز په اړه خبرې شوې وې او د طالبانو دا بندیزونه یې غندلي و.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته اکثرو لویدیځو هیوادونو د کابل څخه د خپلو سفارتونو کارکوونکي دوحې ته انتقال کړي او له هغه ځایه د افغانستان حالاتو څارنه کوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ کوم هېواد په رسمیت ندی پېژندلی. خو د طالبانو حکومت قطر، پاکستان، روسیې، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته خپل دپلوماتان لېږلي او په همدې توګه ځینو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه فعال کړي دي.