له افغان خبریالانو سره د زورزیاتي ۱۰۰۰ قضیې څیړل شوي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې وایي، په تیرو اولسو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي ۱۲۰۰ قضیې ثبت شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تیر یوکال په موده کې د افغانستان عدلي او قضایي ادارو د خبریالانو پر وړاندې د شوي زور زیاتي ټولې قضیې څیړلي دي.

ښاغلي دانش، چې د افغان حکومت او د رسنیو د استازو ترمنځ جوړې شوې ګډې کمیټې ته یې د دوشنبې دورځې په مازیګر خبرې کولې ویلي چې په تیرو پنځلسو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې شاوخوا زر قضیې ثبت شوي، چې په تیر ۱۳۹۵کال کې د ګډې کمیټې د کار د پیل وروسته دا ټولې قضیې د عدلي او قضايي ادارو له خوا څیړل شوي دي.

ښاغلي دانش دا اقدام د عدالت او قانون د پلي کیدو په برخه کې د یو ګام په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې د خبریالانو څخه ملاتړ او د رسنیو د امنیت خوندیتوب د دې کمیټې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي دانش وویل " د قوانینو په وروستۍ غونډه کې معلوماتو ته د لاس رسي قانون په محتوا کې جدي بدلون چې د دغه قانون د اوسنۍ بڼي پرتله ډیر ښه ترتیب شوی غور شوی، چې په نږدې راتلوونکي کې به د قانون متن بشپړ شي، دا قانون به معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې رسنیو سره مرسته وکړي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال دفتر د وینا له مخې د تیرې ورځې په غونډه کې له ۱۷۰ څخه زیاتو هغو قضیو باندې هم خبرې وشوې، چې د ۱۳۹۴ کال را وروسته ثبت شوي دي.

دې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت استازي ویلي، چې د دغو قضیو ۳۳ یې عدلي او قضایي ادارو ته استول شوي، ۱۵ قضیې تروریستي بریدونو په پایله کې پیښې شوي، چې د ملي امنیت ریاست ته استول شوي، ۳۵ قضیې حل شوي او ۶۸ نورې د کم اهمیت له امله بندې شوي دي.

همداشان د دغو قضیو له ډلې ۱۴ قضیې د معلوماتو د نیمګړتیاو او د دعوا د طرف د انصراف له امله د پلټنو له بهیر څخه ایستل شوي.

همداشان په ننګرهار، هلمند او بلخ کې د قتل درې قضیې لا هم ترپلټنو لاندې دي.

دې غونډې ته د افغانستان د لویې څارنوالۍ استازي ویلي، چې د ۳۳ قیضو څخه چې د خبریالانو د زورزیاتي په برخه کې دغې ادارې ته رسیدلې وې، ۲۲ یې په بشپړه توګه څیړل شوي، پنځه یې د عدلي منسوبینو پورې مربوطې قضیې دي، چې لا هم پلټنه یې روانه ده .

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال دفترد اعلامیې له مخې هیڅ داسې قضیه نشته چې پلټل شوي نه وي.

خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې " نی" رئیس مجیب خلوتګر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په تیرو دوو کلونو کې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کومې شاوخوا ۱۵۰قضیې ثبت شوي، تراوسه لا نه دي څیړل شوي.

ښاغلي خلوتګر وویل " ټولې قضیې لا په بشپړه توګه نه دي څیړل شوي،خو هغه قضیې چې کمیتې ته استول شوي هغه ټولې څیړل شوي دي".

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې " نی" رئیس دا ومنله چې د افغان حکومت او د رسنیو د استازو ترمنځ جوړې شوې ګډې کمیټې د دغې کمیټې د جوړیدو وړاندې ټولې قضیې څیړلي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش د دې کمیټې مشري کوي.

په دغه کميته کې د افغان خبریالانو استازي او د افغان حکومت د یو شمیر ادارو استازي غړیتوب لري.

د افغان حکومت او د رسنیو د استازو ترمنځ ګډه کمیټه یو نیم کال وړاندې جوړه شوې ده.