بریتانیا کې د افغانستان د میوند جګړې څلی

د تور زمري دا مجسمه په بریتانیا کې د میوند د جګړې په یاد جوړه شوې.

د افغانستان د کندهار په میوند کې په ۱۸۸۰ کال کې د افغانانو او انګریزانو د دویمې جګړې په یاد کې د بریتانیا پایتخت لندن ته څېرمه یادګاري څلی جوړ شوی دی.

په رېډینګ ښارګوټي کې د میوند جګړې په یاد دا څلی، په تور رنګ کې د یوه زمري مجسمه ده. په هغه جنګ کې د بریتانیا د "شاهي برکشایر غونډ" ۳۲۸ عسکر وژل شوي وو.

په څلي باندې د میوند په جګړه کې د انګرېزي ځواک د وژل شویو عسکرو نومونه لیکل شوي دي. هغه جګړه د اوسمهالي افغانستان په تاریخ کې له پوځي او سیاسي پلوه ډېره مهمه ګڼل کېږي.

لندن میشتی خبریال او شنونکی، داود جنبش وویل: "تر ټولو مهم یې د افغانستان د خاورې بشپړتیا ساتنه وه، او هغه دا چې انګرېزانو تکل درلود چې کله له افغانستانه وځي، کندهار د خپل یوه ملګري سردار شېر علي خان په مرسته له ځان سره وساتي، او په راتلونکې کې بیرته د خپلې امپراتورۍ له خاورې سره یوځای کړي، چې د سردار محمد ایوب خان بري دغه طرح ناکامه کړله."

د میوند جګړې یادونه د بریتانیا په بڼ، کوڅو او په ملي پوځي موزیم کې هم ترسترګو کېږي.

په بریتانیا کې د ډېری یادګاري څلیو نخښه زمری دی چې په دې سره انګرېزان ځانونه پیاوړي ښيي.

د رېډینګ ښارګوټي میشتي، رابرټ وویل: "دا د بریتانیا ځانګړې نخښه ده. د زمریانو دغه ډول مجسمې تاسو په ټرفالګر څلورلاره یا په نور هېواد کې هم لیدلای شئ. زموږ د انګلش فوټبال ټیم هم د درې زمریانو نخښه لري، زمری د مشرتابه، ځواک او زور استازیتوب کوي. زمری د ځنګله باچا دی."

شنونکي وايي، د دغه یادګار څلي غوندې انګرېزانو خپل هر اتل خوندي کړی دی خو په کندهار کې د سردار محمد ایوب خان په مشرۍ د افغان جنګیالیو نومونه او قبرونه ښايي تر ډېره ورک او ناڅرګند وي.