په سکاتلند کې د میاشتني عادت محصولات وړیا شول

د سکاټلند د استازو مجلس په یو بسیاري اقدام کې د رایو په اکثریت سره پریکړه وکړه چې له دې وروسته به میرمنو ته د میاشتني عادت ټول محصولات (میاشتني عادت یا پیریوډ) په وړیا توګه ورکول کیږي.

ددغې قانون له تصویب وروسته د سکاتلند محلي حکومت اړ دی چې دغه محصولات د ځوانانو د کلپونو، ټولنیزو مرکزونو او دواخانو په څیر د عامه ګټو په ځایونو کې په وړیا توګه نجونو او میرمنو ته مهیا کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د دغو محصولاتو برابرول به د سکاتلند حکومت ته هر کال ۳۲ میلیونه ډالر لګښت ولري.

د سکاتلند وزیر اعلی نیکلا سترجن، په یو ټویټري پیغام کې دغه اقدام "ښځو او نجونو ته یوه مهمه پالیسي" ګڼلې ده. هغه په خپل پیغام کې دا هم لیکلي دي چې: "ددغې لایحې په اړه د رای اچونې په خاطر مخکې له مخکې ویاړم چې سکاتلند د نړۍ لومړنی هیواد شو چې د میاشتني عادت محصولات په وړیا توګه ټولو هغو کسانو ته برابروي چې ورته اړتیا لري."

د اسکاتلند په پارلمان کې د کارګر ګوند غړې مونیکا لنون، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په خپلو پروګرامونو کې "پریوډ فقر" شامل کړی و لومړنۍ وکیله وه چې ددې ډول لایحې د تصویب لپاره یې اقدام وکړ.

میرمن لنون د سکاتلند په پارلمان کې ددې لایحې په اړه د رای ګیرۍ په ترڅ کې وویل روغتیایي محصولات یې له کوم ځایه برابریږي.

سکاتلند په ۲۰۱۸ کال کې هم د نړۍ د لومړني هیواد په توګه تصمیم ونیو چې د میاشتني عادت روغتیایي محصولات په وړیا توګه په ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې ښځو او نجونو ته ورکړي.

د هغو ارزونو له مخې چې په ۲۰۱۷ کې د یو نړیوال بنسټ له لورې وشوه په بریتانیا کې شاوخوا لس فیصده نجونې د میاشتني عادت د روغتیایي محصولاتو د اخیستلو توان نلري، چې د فعالانو په وینا دغه نجونې ناچاره دي چې د میاشتني عادت پر وخت درسي خونو ته لاړې نشي.