شهزاده فیصل: که د فلسطینیانو لپاره دولت جوړ شي، سعودي ښایي اسرائیل په رسمیت وپیژني

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سه شنبه جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل که چیرته داسې یوه جامع موافقه وشي چې د فلسطینیانو لپاره پکې د دولت جوړیدل شامل وي، دوی به ښایي اسرائیل په رسمیت وپیژني.

ښاغلي فرحان د سویس داوس په ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په یوې غونډې کې د اسرائیل – فلسطین تر منځ د شخړې حل ته په اشارې سره وویل، " مونږ موافق یو چې د سیمې په امنیت کې د اسرائیل لپاره سوله شامله ده خو دا یوازې په هغه صورت کې کیدی شي چې فلسطینیان د یو دولت له لارې سوله ولري."

د سعودي عربستان دې جګپوړي دیپلومات د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هیواد به یې د یو پراخ سیاسي توافق په برخې کې اسرائیل په رسمیت وپیژني، وويل: "یقینا".

شهزاده فیصل پخپلو خبرو کې وویل چې په سیمې کې د سولې تر لاسه کولو په هلو ځلو کې چې د فلسطینیانو لپاره د دولت جوړیدل پکې شامل دي، د پخوا راهیسې د متحده ایالاتو د حکومت سره په ګډه کار کوي او د غزې سره ډیر تړاو لري.

سعودي عربستان په غزې کې د اسرائیل – حماس د جګړې پیل کیدو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د حکومت په منځګړتوب تیاری نیوه چې د اسرائیل سره سیاسي اړیکې عادي او دا هیواد په رسمیت وپیژني.

خو دوه سرچینې چې د ریاض پریکړو په هکله معلومات لري، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان خپل دا پلان له اوس لپاره ځنډولی.

دې سرچینو همدرانګه ویلي چې ښایي د سعودي – اسرائیل اړیکو عادي کیدو هلې ځلې وځنډیږي. د اړیکو دا عادي کیدل د سعودي عربستان لپاره ځکه مهمې دي چې په بدل کې به یې متحده ایالات د اسلام دې تر ټولو سپیڅلي هیواد سره دفاعي تړون لاسلیک کړي.

سعودي عربستان چې د اسلام تر ټولو مقدس ځای په کې موقعیت لري، هېڅکله یې اسرائیل په رسمیت نه دی پېژندلی او په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د ابراهیم په موافقه کې یې هم برخه نه ده اخیستې.

خو د متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش په ګډون د خلیج نورو هېوادونو له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړې پیل کیدو څخه وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړې وې چې سعودي عربستان هم ورته اقدام وکړي.

د سعودي عربستان ولیعهد او د شاهي دولت اصلي واکمن محمد بن سلمان له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر شرطونه ایښي دي چې له واشنګټن څخه امنیتي ضمانت او د ملکي اټومي پروګرام پراختیا د ریاض له شرایطو څخه دي.

د سعودي د چارو کارپوه هشام الغنام وايي: "د شاهي دولت او اسرائيل ترمنځ [د اړیکو] عادي کېدل د امريکا نوښت او پروژه ده چې شاهي دولت يې هرکلى کړی، پدې صورت کې چې امريکا د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د يوې موافقې وړانديز وکړي چې فلسطینیان یې ومني."

د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیلېدو مخکې هم ډېرو شنونکو فکر کاوه چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل ناشوني دي.