د سعودي عربستان د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې چې په دولتي خبري اژانس کې خپره شوي ویلي، " درې عسکر د دښمن سره د همکارۍ د داسې لوړ جرم په تور مجرم وبلل شول چې سلطنت او پوځي ګټو ته یې خطر پیښاوه."
په اعلامیه کې د دې عسکرو نومونه محمد بن احمد، شاهر بن عیسی او حمود بن ابراهیم ښودل شوي خو دا پکې ندي ویل شوي چې دې عسکرو د کوم هیواد سره لاس درلود.
سعودي په یمن کې د حوثي یاغیانو په خلاف د جګړې مشري کوي چې ایران یې تر شا ولاړ دی او په سیمه کې ایران خپل رقیب بولي خو په اعلامیه کې نه د یمن او نه هم د ایران نوم اخیستل شوی.
په اعلامیه کې همدرانګه ویل شوي چې درې واړه عسکر د دفاع وزارت مامورین و.
حکومت ویلي چې دا درې عسکر په محکمې کې مجرم ثابت شوي و او نن د شنبې په ورځ، اپریل ۱۰ (وري۲۱) اعدام شول.
د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۹ کال کې د چین او ایران نه وروسته په نړۍ کې د ټولو نه ډیر کسان په سعودي عربستان کې اعدام شوي و.
سعودي عربستان په ۲۰۱۹ کال کې ۱۸۴ کسان اعدام کړي و.
سعودي عربستان دا درې عسکر پداسې وخت کې اعداموي چې ۳۵ کلن شهزاده محمد بن سلمان غواړي خپله د واک ساحه لا پراخه کاندي او په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي هیوادونو نظامي عملیاتو هم شدت اخیستی.
سره لدې چې لا واک ته ندی رسیدلی خو محمد بن سلمان همدا اوس د اقتصادي او دفاعي چارو تر څنګ د هیواد د لوړې کچې د مقامونو کنټرول لري.
هغه د سعودي عربستان د دفاع وزیر او کشری ورور یې شهزاده خالد بن سلمان یې مرستیال دی.
محمد بن سلمان په تیرو دریو کلونو کې خپل سیالان او منتقدین سخت وځپل. د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ ګڼ شمیر غړي، مشهور او غټ سوداګر، مذهبي مشران او فعالین یې ونیول او بندیان یې کړل.
تیر کال د مارچ په میاشت کې د پاچا سلمان ورور شهزاده احمد بن عبدالعزیز السعود او د پاچا وراره شهزاده محمد بن نایف ونیول شول. څو سرچینو ویلي چې دا کار محمد بن سلمان پدې خاطر کړی و چې په کورنۍ کې دننه ناراضایتي له منځه یوسي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د یمن په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت د ملاتړ په خاطر په حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، هوایي بمبارۍ پیل کړلې.
حوثیانو د دې اقدام په ځواب کې په سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د توغولو کمپاین پیل کړ.