د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي تائید کړل چې له ایران سره یې مخامخ خبرې کړي دي.
د سعودي د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې د څانګې مشر راید کریمليویلي چې د خبرو هدف په سیمه کې د جنجال کمېدل دي.
د سعودي دې چارواکي د خبرو نور جزیات ندي ورکړي خو ویلي یې دي چې د خبرو د نتیجې په هکله قضاوت د وخت نه مخکې خبر ده.
ښاغلي کریملي ویلي، "هیله لرو کامیابې شي خو لا وختي او د وخت نه وړاندې خبر ده."
د سعودي او ایران تر منځ چې په سیمه کې د یو بل سر سخت رقیبان بلل کیږي، د مخامخ خبرو په کله راپورونه تیره میاشت د عراق یو چارواکي ورکړل.
سره لدې چې ایران او سعودي عربستان په لومړي سر کې د دې خبرو په هکله رسمي څه نه و ویل خو دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستان یې تائیدوي.
ایراني چارواکو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي خو پخوا یې ویلي و چې د ریاض سره خبرو ته چمتو دي.
ویل کیږي چې د خبرو لپاره زمینه د عراق صدراعظم مصطفی الخادمي برابره کړې وه چې هدف یې د ریاض او تهران تر منځ د اړیکو اعاده کول دي.
سعودي عربستان کې چې اکثریت یې سنیان او ایران چې اکثریت یې شعیه ګان دي، تقریباً د پنځو کالونو راپدیخوا د یو بل سره سیاسي اړیکې نلري.
سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته تر هغه د ایران سره دپلوماتیکي اړیکې پرې کړلې چې ایراني مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي په سیاسي نماینده ګۍ یرغل وکړ.