سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۰ تنه اعدام کړي 

سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴۷ تنه اعدام کړي وو

د سعودي‌ عربستان حکومت د نوي ۲۰۲۴ کال په درشل کې څلور تنه اعدام کړل چې په دې سره په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د ټولو اعدام شویو کسانو شمېر ۱۷۰ ته ورسېده.

دا شمېر د وړم کال په پرتله زیات شوی دی. سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴۷ تنه اعدام کړي وو.

د «سعودي پرس ایجنسي» د راپور په اساس، د کال په وروستۍ ورځ په سعودي عربستان کې څلور اعدام شوي کسان د قتل په تور په اعدام محکوم شوي وو. دوه تنه یې د تبوک، یو یې په مرکز ریاض او یو بل یې د جزان په ښارونو کې اعدام شوي.

د بشري حقونو سامازنونه په سعودي عربستان باندې د انسانانو د اعدام کولو له پلوه کلک انتقادونه کوي. په دغه هېواد کې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۸۷ تنه اعدام شوي وو.

په ۲۰۲۳ کال کې په اعدام شویو کسانو کې یې ۳۳ تنه د ترهګرۍ او دوه سرتېري د خیانت په تور په اعدام محکوم شوي وو. یوازې د دغه کال د ډسمبر په میاشت ۳۸ تنه اعدام شوي، چې د اعدامونو له پلوه دا په سعودي عربستان کې د کال تر ټولو خونړۍ میاشت بلل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې سعودي عربستان د چین او ایران تر څنګ په نړۍ کې تر بل هر هېواد ډېر کسان اعدام کړي وو.

د سعودي عربستان په شاهي نظام باندې په ۲۰۲۲ کال کې د اعدامونو له کبله کلک انتقادونه وشول، د دغه کال د مارچ په میاشت کې په یوه ورځ یې ۸۱ تنه اعدام کړي وو.

مقامات دا اعدامونه د «شریعت په اساس» ګڼي او د عامه نظم لپاره یې مهم بولي. په همدې حال کې، شهزاد محمد بن سلمان هڅه کوي چې د تیلو دا شتمن هېواد د سیاحت او تجارت په مرکز بدل کړي. فعالان وايي چې دا اعدامونه د یوې ازادې او زغم لرونکې ټولنې په توګه د سعودي عربستان تصویر خرابوي او د محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ کال د اصلاحاتو لیدلوری کمزوری کوي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.