کابلوف: د تولشموله حکومت د جوړیدو وروسته کیدای شي طالبان په رسمیت وپیژندل شي

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو رسمیت پیژندلو په اړه ویلي، چې دا کار هغه مهال کیدای شي، چې طالبان د ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

ضمیرکابلوف د ترکیې د دولتي اژانس اناتولې سره په یوه ځانګړې مرکه کې، چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۱۲ ( تلې۲۰) خپره شوې ویلي، چې د ټولشموله حکومت جوړیدل به د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب او د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو بهیر سره مرسته وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې رسمیت پيژندل د هر هیواد لپاره، چې د نړیوالې ټولنې د نورو غړو سره د پرمختګ او عادي روابطو د ټینګولو هیله لري اهمیت لري، طالبانو ته هم په کار دي، چې په دې لار کې ګامونه پورته کړي.

د روسیې دغه لوړپوړې دپلومات ویلي، چې په مجموعي ډول تاجک، هزاره، اوزبیک او ترکمن قومونه، چې ددغه دپلومات د وینا له مخې د افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیات نفوس جوړوي باید د خپلې رایې د حق او په ټاکنو کې د ګډون له حق څخه برخمن اوسي.

ضمیر کابلوف ویلي، چې روسیه طالبانو ته دا نه دیکته کوي "چې کوم څوک او څه وخت باید په حکومت کې حضور ولري"، خو دا اصل یو سنتي عادي دولت ته " د افغانستان د بدلون لپاره مهم دی.

کابلوف په دې باندې په ټینګار سره، چې روسیه په حکومت کې د قومونو د ګډون په اړوند چې طالبان کوم ټینګار کوي، د پراخه سیاسي ګډون په اړه اندیښنه لري، هغه وویل: "دا په دې معنی نه دی، چې روسیه ټینګار کوي، چې افغان تښتیدلو چارواکو ته په فوري ډول په رهبرۍ کې ځای ورکړل شي. هغوی له وړاندې خپل انتخاب ترسره کړی دی. پریږدئ چې د افغانستان خلک یې په اړه نتیجه ګیري وکړي".

کابلوف هیله ښودلې، چې د افغانستان په سیاسي ژوند کې بدلونونه، په ځانګړي ډول د ټولشموله حکومت جوړیدو او بشري حقونو اړومند مسایل لږ تر لږه په راتلوونکو ۲۵ کلنو کې رامنځ ته شي.

ښاغلي کابلوف ویلي: "د افغانستان د اوسنیو چارواکو سیاسي پوهاوی د بشپړیدو په حال کې دی. بلې، ورو له هغه څه څخه چې مونږ نړیوال څارونکي وغواړو به پیښ شي، خو پرمختګ څخه به چاره نه وي ځکه د پرمختګ منطق د افغانستان په شمول په هر هیواد کې شته دی".

دغه روسیې لوړپوړې دپلومات دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول خپل حکومت یو ټولشموله حکومت بللې او د حکومت په چارو کې یې د نورو هیوادونو د نه لاس وهنو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سپټمبر په ۲۹ ( تلې اووم) د مسکو فارمټ غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د جمهوري نظام د ړنګیدو اصلي علت سیاسي واقعیتونو او ټولنیزو ارزښتونو ته نه پاملرنه ښودلې وه.

ښاغلي متقي ویلي و: "موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو حکومت) سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست په وینا علمي او عملي تجربو ښودلې ده، چې د افغانستان د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسئلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو چې د افغانستان جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.

طالبان د تیرو څه باندې دوو کلنو راهیسې افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي دي، خو تراوسه د طالبانو حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی. خو د روسیې، چین، ترکیې، اروپايي ټولنې او د سیمې د هیوادونو سفیران او دپلوماتان په افغانستان کې په خپلو سفارتونو کې کار کوي او هم د طالبانو د حکومت دپلوماتان د چین، روسیې، ترکیې او یو شمیر نورو ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې ګمارل شوي دي.