د روسیې مقامات وايي په پایتخت مسکو کې د سه شنبې په ورځ، دسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۷)، د یو بم په چاودنه کې ددغه هېواد د پوځ د کیمیاوي وسلو د څانګې مشر وژل شوی دی.
چارواکو ویلي چې جنرال ایګور کریلوف له خپل یو همکار سره د مسکو په جنوب ختیځه برخه کې د خپل اپارتمان مخې ته په یو سکوټر کې د ځای په ځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوی دی.
کیف ددغه برید مسئولیت اخیستی دی.
دا چادونه په مسکو کې د خلکو د اوسېدنې په یوه سیمه کې یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د خپلو ځواکونو د بریاوو خبر ورکړ.
دا ۵۴ کلن جنرال د روسیې د پوځ د کیمیاوي، بیولوژیکي او راډیولوژیکي وسلو د څانګې قوماندان و چې په تیر اکتوبر کې په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په تور د بریتانیا له لورې ورباندې بندیز لګېدلی و.
د اوکراین د پوځي امنیتي خدماتو ادارې فرانس پرس ته ویلي چې په مسکو کې سهار وختي مهال دا برید دوی کړی دی. کیف دا برید "ځانګړي عملیات" بللي او وژل شوی روسی جنرال یې "جنګي مجرم" ګڼلی دی.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې وویل: "د مسکو ریازنسکي په جاده کې د دسمبر د ۱۷مې په سهار د یو رهایشي اپارتمان مخې ته په ولاړ سکوټر پورې نښلول شوې چاودېدونکې اله وچاودېده."
په سیمه کې د فرانس پرس خبریالانو ویلي چې د چاودنې له کبله د شاوخوا اپارتمانونو کړکۍ ماتې شوي دي.
روسي چارواکو ویلي چې د پیښې سره د "ترهګرۍ" د تړاو په اړه تحقیقات کوي.
د اوکراین پوځي امنیتي خدماتو ادارې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "کریلوف یو جنګي مجرم او یو په بشپړ ډول د توجیه وړ هدف و ځکه چې هغه د اوکراین د پوځ په خلاف د کیمیاوي وسلو د کارولو اجازه ورکړې وه."
سرچینې زیاته کړې: "همداسې برخلیک د ټولو هغو کسانو انتظار کوي چې اوکراینیان وژني. د جنګي جنایتونو غچ اخیستل حتمي دي."
د روسیې په خاوره کې، له دې وړاندې هدفي وژنې شوي خو په پایتخت مسکو کې چې د اوکراین له جګړې څخه لیرې ګڼل کیږي، کم ساري دي.
ملتپاله لیکواله دریا دوګینا په ۲۰۲۲ کال کې مسکو ښار ته څېرمه د موټر بم په برید کې ووژل شوه او د جګړې پلوی پوځي خبریال ماکسیم فومین په ۲۰۲۳ کال کې د سینټ پیټرزبورګ په یوه رستوران کې په چاودنه کې ووژل شو.
خو کریلوف د روسیې تر ټولو جګپوړی پوځي چارواکی دی چې په دا ډول پیښو کې وژل کېږي.
هغه له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روسیې د پوځ د رادیولوژیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې. دا قطعه د روسیې د اتومي وسلو څارنه نه کوي.
کیف یوه ورځ وړاندې کریلوف په غیابي محاکمه کې د اوکراین پر ضد د "جنګي جرمونو" په ترسره کولو تورن کړ.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.