د روسیې سفیر بیرته واشنګټن ته ستنیږي

د امریکا د متحده ایالاتو لپاره د روسیې سفیر اناتولي انتونوف

د امریکا د متحده ایالاتو لپاره د روسیې سفیر اناتولي انتونوف راتلونکې اونۍ بیرته په واشنګټن کې خپله دنده پیل کوي.

د رویترز اژانس د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د رپوټ په اساس لیکلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) ویلي دي چې اناتولي انتونوف چې په موقتي توګه د مارچ میاشتې راهیسې هیواد ته راغوښتل شوی و راتلونکې اونۍ کې به بیرته په متحده ایالاتو کې خپله دنده پیل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان پداسې حال کې کوي چې پرون د جون په ۱۶ (غبرګولي ۲۶) په ژنیو کې د امریکا او روسیې جمهورو رئیسانو په خپله درې ساعته غونډه کې موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو سفیران بیرته خپلې دندې پیل کړي.

دا پداسې حال کې دي چې کریملن نن د پنجشنبې په ورځ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن ترمنځ غونډه مثبته ګڼلې او ددې غونډې ګډه اعلامیه یې ستایلې چې په کې د اټومي جګړې د مخنیوي په ضرورت ټینګار شوی دی.

دواړو خواو موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو سفیران به بیرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د ښاغلي پوتین ویاند دیمتري پیسکوف وویل چې دغې غونډې همداشان د روسیې او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره «واقعا سختو» تخنیکي خبرو ته لاره پرانستله.

هغه وویل چې د بندیانو لیست تر اوسه ندی برابر شوی، خو د هغوی شمیر له هغه څه څخه چې په عامه توګه ویل کېږي زیات دی. خو هغه دا هم وویل چې “څرګنده ده چې دغه مذاکرات به په ارامه او پټه توګه ترسره شي. “

ښاغلی پیسکوف د بایډن-پوتین د غونډې په اړه چې پخپله هم په کې حاضر و، وویل چې خبرې «نسبتاُ ښې او مثبتې» وې.