روسیه د 'ترهګرو' ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم لیرې کولو ته لار هواروي

د روسیې د پارلمان ولسي جرګې د سه شنبې په ورځ داسې لایحه تصویب کړه چې ددغه هېواد د "ترهګرو" سازمانونو د نوملړ څخه د طالبانو د نوم لیرې کولو ته لار هواروي.

د روسیې پارلمان د مشرانو جرګه راتلونکې جمعه د داسې یوې لایحې په اړه رایه ورکوي چې ددغه هېواد د "ترهګرو" سازمانونو د نوملړ څخه د طالبانو د نوم لیرې کولو ته لار هواروي.

د پارلمان ولسي جرګې د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۷مه (لیندۍ ۲۷) دا لایحه تصویب کړه چې د جمعې په ورځ په مشرانو جرګه کې له رای ګیرۍ وروسته به د توشیح لپاره ولسمشر ته وړاندې شي.

په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو او طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې روسیې ددغې ډلې له حکومت سره اړیکې پیاوړې کړي دي.

له هغه راهیسې چارواکي ټینګار کوي چې د مسکو د "ترهګرو" ډلو له لست څخه د طالبانو نوم لیري کړي.

د روسیې لوړپوړو امنیتي چارواکو تېره میاشت کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو مشرتابه ته ډاډ ورکړی و چې ددې ډلې نوم به له خپل تور لیست څخه وباسي.

په لایحه کې د وړاندې شوي سیستم له مخې، د روسیې لوی څارنوال به محکمې ته دوسیه وړاندې کوي او دا به ورته وايي چې دغه ډلې "د ترهګرۍ د ملاتړ" فعالیتونه "بند کړي" دي او له هغه وروسته به د قاضي په حکم له تور لیست څخه ددغه ډلې نوم لیرې کیږي.

ددغه اقدام له مخکې د طالبانو حکومت د روسیې لخوا په رسمیت نه پېژندل کیږي، که څه هم روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت "د افغانستان اسلامي امارت" بولي.

پوتین ددې کال په پیل کې طالبان "د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې خپل ملاتړي" وبلل. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پر لویدیځو هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان څخه بندیزونه لیرې کړي او په بیارغاونه کې یې "مسئولیت" واخلي.

په مرکزي اسیا کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم له طالبانو سره د ښو اړیکو لرلو ژمنه کړې ده. قزاقستان د ۲۰۲۳ په پای کې خپل د "ترهګرو" ډلو له تور لست څخه د طالبانو نوم لیرې کړ.

دا اقدام په داسې حال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ ډیپلوماسي پیاوړې کوي چې دواړه هېوادونو په لویدیځ کې له انزوا سره مخامخ دي.