د کسپین سمندرګي په غاړو د پرتو پنځو هیوادونو مشرانو نن یکشنبه (اگست ١٢) په قزاقستان کې ددې سمندرګي په حقوقي حیثیت موافقه وکړه، خو سرحدونه یې ونه ټاکل.
د کسپین سمندرګی چې د تیلو او ګازو پراخې زیرمې لري د پخواني شوروي اتحاد د سقوط راهیسې لانجمن پاته دی او د ایران او مسکو ترمنځ پخوانۍ شوې موافقې له کاره غورځیدلې دي.
روسیه، آزربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د کسپین سمندرگي په شاوخوا پراته هیوادونه دي. پداسې حال کې روسیه، آزربایجان، قزاقستان او ترکمنستان څلور واړه د شوروي اتحاد غړي هیوادونه وو او ایران یواځنی هیواد و چې له هغې سره یې گډه پوله درلوده.
په قزاقستان کې د ایران او د شوروي اتحاد د څلورو پخوانیو جمهوریتونو ترمنځ د یکشنبې د ورځې په غونډه کې ټولو د کسپین بحیرې د تیلو او گازو د پراخو زیرمو په ویشلو موافقه وکړه.
خو ددې سمندرگي د اوبو د کاسې د حدودو ټاکل چې اکثر لانجې ترې راپورته شوي د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني په وینا د اړونده هیوادونو ترمنځ د زیاتو موافقو د رامنځ ته کیدو ایجاب کوي.
د دریو لسیزو راهیسې پنځو هیوادونو روسیې، آزربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د کسپین سمندرگي د اوبو د ویش په هکله وړاندیزونه کړي دي. له بلې خوا پداسې حال کې چې یو شمیر له دغو هیوادونو څخه په خپلو سواحلو کې سترې پروژې پیل کړي لکه د قزاقستان د کاشاگان د تیلو پروژه چې ددې سمندرگي د قانوني حیثیت په اړه یې مخالفتونه رامنځ ته کړي او د یو شمیر نوښتونو مخه یې ډب کړې ده.
یوه له دغو پروژو څخه هغه پایپ لاین دی چې له کسپین نه تیریږي او د ترکمنستان گاز ازربایجان او بیا اروپا ته رسوي او اجازه ورکوي چې په غربي ماکیټ د روسیې سره سیالي وکړي. همداشان د کسپین حقوقي حیثیت د تیلو او گازو د یو شمیر ساحو د ملکیت پر سر هم جنجال رامنځ ته کړی او کارونه یې ځنډولي دي.
د شوروي اتحاد پرزیدل
پخواني شوروي اتحاد له ایران سره د کسپین پوله په زغرده په نښه کړې وه، خو ددې امپراطورۍ د سقوط په نتیجه کې کړکیچ پیل شو. تهران د شوروي اتحاد د سقوط په نتیجه کې د نویو رامنځ ته شویو هیوادونو سره په خبرو کې د کسپین بحیرې په پنځه ټوټو ویشلو او یا هم په گډه د هغې د زیرمو په ایستلو ټینگار کاوه. خو د ایران هیڅ کاونډي ورسره موافقه ونه کړه او دریو هیوادونو روسیې، قزاقستان او ازربایجان د کسپین شمالي برخه په خپل منځ کې وویشله.
ازربایجان اوس موافقه کړې چې د ایران او ترکمنستان سره د تیلو او گازو خپل یو شمیر ساحې څنگه وویشي. خو تر اوسه هیڅ یوه لانجه نده حل شوی.
له بلې خوا د پنځو هیوادونو مشرانو په قزاقستان کې د یکشنبې د ورځې غونډه تاریخي وگڼله ، خو ددې بحیرې د ویش په اړه یې لږ جزییات څرگند کړل. خو وویل چې دغه پریکړه وروستنۍ حل لاره نده. د ایران جمهور رئیس وویل چې د ویش مسله زیات کار او جلا موافقې ایجابوي او دغه تړون به یې اساس وي.