د اتریش چارواکو په هغه هېواد کې د روسیې یو دېپلومات د "ویانا کنوانسیون" په ماتولو تورن کړی دی.
د ویانا د کنوانسیون له مخې د دېپلوماتانو امتیازات او خوندیتوب تنظیم کېږي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ، اګست ۲۳مه (وږی ۳مه) ویلي چې د روسي دېپلومات "چلند له ویانا کنوانسیون سره سمون نه درلود".
خو ویاند د حکومت د پرېکړې په اړه زیات جزئیات ندي ورکړي.
په اتریش کې د روسیې سفارت په یو ټویټ کې د خواشینۍ له ښودلو سربېره، د اتریش د حکومت پرېکړه "بې بنسټه" بللې ده. ټویټ کې راغلي چې دغه اقدام د روسیې او اتریش ترمنځ "رغنده اړیکې" زیانمنوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د اتریش حکومت د روسیې له دېپلومات څخه غوښتي چې د سپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې له هېواد څخه ووځي.
دا پداسې حال کې دي چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د اګست په ۱۹مه وروسته له هغه د یو روسي ډیپلومات د ایستلو پریکړه وکړه چې په اوسلو کې یو نارویژی تبعه د جاسوسۍ په تور ونیول شو.
د ناروې پولیسو ویلي وو چې دا کس روسي دیپلومات ته چي ویل کېږي د استخباراتو یو افسر دی په غیر قانوني ډول د معلوماتو په انتقالولو تورن و.