د روسیې د لوی درستیز مرستیال د فساد په تور ونیول شو

د روسیې د لوی درستیز مرستیال، تورنجنرال 'وادیم شمارین

د روسیې دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ، می ۲۳ (غبرګولي درېیمه) خبر ورکړ چې د روسیې د لوی درستیز مرستیال تورنجنرال 'وادیم شمارین' د فساد په تور نیول شوی دی.

دا په تیره یوه میاشت کې دریم جګپوری روسي پوځي چارواکی دی چې نیول کیږي.

خو بلخوا کرملین دا ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د جګپوړو پوځي چارواکو د تصفیې په عملیاتو بوخت دی. په ورته وخت کې یو شمېر روسي پوځي ویبلاګ لیکونکو، چې 'وادیم شمارین' د اوکراین سره د جګړې په ډګر کې د روسیې د ناکامیو مسوول بولي، د هغه د نیول کېدو هرکلی کړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ددغه هېواد د لوی درستیز مرستیال د یوې پوځي محکمې لخوا د بډو اخیستو په شک تورن شوی دی او که چیرې پر نوموړی دغه تور ثابت شي، نو کیدای شي په ۱۵ کاله بند محکوم شي.

د روسیې تاس خبري اژانس لیکلې: " د احتیاطي تدابیرو له مخې، د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه، محکمې د دوو میاشتو لپاره د 'وادیم شمارین' د زنداني کېدو امر صادر کړ."

دا پداسې حال کې دی چې د روسیې منتقدین او مخالفین له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د روسیې پوځ په فساد او درغلیو کې ډوب دی او پوځي مشران ډېر لږ له جدي تحقیقاتو او مجازاتو سره مخ دي.

د جګپوړو روسي منصبدارنو د نیولو مسله په داسې حال کې را برسیره کیږي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې ناکامي څرګنده شوې او د واګنر ملېشو د مشر ییفګیني پریګوژین په څېر کسانو د روسیې پخوانی دفاع وزیر سرګي شویګو او د پوځ لوی درستیز والري ګراسیموف په څېر جګپوړي پوځي چارواکي نه یوازې په درغلیو تورن کړل، بلکې ویلي یې و چې دوی د روسیې د جګړې وړتیا هم زیانمنه کړې ده.

پریګوژین څو میاشتې وروسته له هغه چې د روسیې ددې دوو جګپوړو پوځي چارواکو د لیرې کولو لپاره وژونکي پاڅون ترسره کړ، د الوتکې د غورځېدو په پیښه کې مړ شو.

د روسیې د لوی درستیز د مرستیال نیول د ځینو لوړ پوړو روسي پوځي چارواکو د نیولو او ځپلو د لړۍ په برخه کې وروستی پرمختګ ګڼل کیږي، خو کرملین د ځپلو او تصفیې له هر ډول اقدام څخه انکار کوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "له فساد سره مبارزه یوه روانه هڅه ده، نه کمپاین. دا د قانون پلي کوونکو ادارو د فعالیتونو یوه نه بېلېدونکې برخه ده."

د دې میاشتې په پیل کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ناڅاپي پریکړه کې، سرګي شویګو د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې اقتصاد پوه، اندری بیلوسوف وټاکه.

همدارنګه د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف او ددغه وزارت د پرسونل د څانګې مسؤل، یوري کوزنیتسوف په وروستیو اونیو کې د بډې اخیستو په تور نیول شوي دي.

د روسیې پوځیانو یو پخوانی قوماندان چې د اوکراین په جګړه کې د روسي سرتیرو د زیاتې مرګ ژوبلې له امله د روسیې پر پوځي مشرانو د نیوکو له امله له دندې ګوښه شوی و، هم روانه اوونۍ ونیول شو.

یو شمېر روسي پوځي ویبلاګ لیکونو د روسیې د لوی درستیز د مرستیال د نیولو د خبر هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د اکمالاتو د کمښت او اداري فساد له امله ارتباطي ستونزې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د پوځ د ناکامۍ لامل شوي دي.

د پوځي چارو ویبلاګ لیکونکې، انستاسیا کاشیورووا، د ټیلګرام په ټولینزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي چې: "په پوځ او امنیتي ادارو کې بډې اخیستل له هېواد سره خیانت دی."

په مسکو کې د دغو پرمختګونو او نيولو په لړ کې، روسي ځواکونو په تېرو ١٨ مياشتو کې د اوکراین د خارکیف په شمال ختيځ کې د يو ستر بريد په ترڅ کې خپل تر ټولو مهم پرمختګ ثبت کړ.