هلمند کې بمي چاودنې ۷ ملکي کسان ووژل 

د یکشنبې په ماسپښین د لښکرګاه-مارجې پر لویه لار د یوې چاودنې له کبله ۷ ملکي خلک ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول. چاودنه پر سړک پر څنډه د یوه تعبیه شوي بم له کبله رامنځته شوه.‌

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل چې په پېښه کې ټول وژل شوي او ټپي شوي ملکي وګړي او د سیمي اوسیدونکې دي.

ښاغلي ځواک وویل ”د ملکي خلګو د سپرلۍ ټونیس موټر له کيمپ بازار څخه د مارجې ولسوالۍ لوري ته د تګ په حال کې وو چې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې د لمړنیو معلوماتو له مخې پېښه کې ۷ تنه وژل او ۳ تنه يې ټپیان دي.“

د هلمند امنیتي مقامات وايي چې پدې ولایت کې د سړک دغاړي ماینونه د ملکي خلګو د مرګ ژوبلي لوی سبب ګرځي.

د هلمند دوالي ویاند وايي چې افغان امنیتي قواوو همدا اوس د مارجې، نادعلي او ځینو نورو ولسوالیو ترمنځ د ماینونو په پاکولو بوخت دي چې د دولت وسله والو مخالفیو باندي ځای پر ځای کړي.

ښاغلي ځواک وويل چې د مارجې ولسوالۍ نظامي عملیات پرون پيل شوي چې په ترڅ کې يې ۱۰ کيلو میتره لاري له ماینونو پاکي شوي او د وسله والو د ماینونو د جوړیدو یو مرکز هم په کې له منځ وړل شوی.

وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.