شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه پاکستاني عسکر وژلي

د راپورنو له مخې د خیبر پښتونخوا اړوند قبایلي سیمي شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د امریکا غږ ډېوې څانګې نن یکشنبه سټمبر ۲۵ (تلې درېیمه) د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې ویلي چې دغه چاونه د شنبې په ماښام د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په «ایشام» سیمه کې شوې ده.

تر دې مخکې ځينو سرچینو ویلي و چې افغان پولې ته څېرمه په «دته خېل تحصیل» سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

سرچینو د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې تر پیښې وروسته د چاودنې ځای ته نور عسکر رسېدلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د وسله والو پر ضد یې په یاده سیمه کې عملیات پيل کړي دي.تر دا مهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې د روانې سپټمبر میاشتې پر پنځمه د شمالي وزیرستان په بویه سیمه کې پر پاکستاني پوځ په برید کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو. د یاد برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی و.

پر همدې مهال د پاکستان پوځ ویلي چې په «لکي مروت» کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال وژلي او د هغوی څخه یو شمېر وسلې هم تر لاسه کړي دي.

په روانه سپټمبر میاشت کې پر پاکستاني پوځیانو دوو نورو بریدونو کې هم څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي و.