پاکستاني محکمې رامشا مسیحي ته برات ورکړی دی.

Rimsha pakistan

په پاکستان کې محکمې هغه ۱۴ کلنې عیسوي نجلۍ برات ورکړی دی چې ورباندې اسلام ته د سپکاوي تورونه لګیدلي وو.

د اسلام اباد هاي کورټ نن رامشا مسیحي ته برات ورکړ. په هغې ګاونډیانو یې تورلګولی و چې د روان عیسوي کال د اګست په میاشتې کې یې د قران شریف پاڼو ته اور ورته کړی و چې بیا هغه ونیول شول او د درې اوونیو بند نه ورسته د روان کال د سپټمبر په میاشتې کې په ضمانت خوشي شول.

پولیسو د هغې په قضیې کې یو ملا په دې شک نیولی دی چې د دغه عیسوي نجلۍ په خلاف یې د شواهدو به جوړولو کې لاس وهلی و.

په پاکستان کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي مذهب ته د سپکاوي خلاف سخته جزا ټاکل شوي ده. په هر چا چې اسلام او د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي جرم وختی د مرګ د سزا سره مخ کیدای شي.