بنیټ طالبانو ته: د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د بدبختۍ ډکه تګلاره بدله کړئ

.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ددغې شورا ۵۴ غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی، چې د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې دې خپلې سختې او د بدبختۍ ډکې پالیسۍ بدلې کړي.

ریچارد بنیټ د دوشنبې په ورځ سپټمبراا ( وږي ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "زه په طالبانو باندې غږ کوم، چې خپلې سختې او د بدمرغۍ ډکې پالیسو باندې دې غور وکړي او ښځو ته دې د ملګرو ملتونو په ادارو او په غیر دولتي موسسو کې د خورا مهمو خدمتونو د وړاندې کولو په ګډون د کار او د کاروبار د ترسره کولو اجازه ورکړي. "

د ملګروملتونو د بشري حقونو ۵۴ درې ورځینۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د سویس په ژنیو کې د چک د جمهوریت د سفیر راواسلاو بالک په وینا پرانیستل شوه.

افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په خپله وینا کې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړل او ددغې ډلې څخه یې وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې خپلې سختې پالیسۍ بدلې کړي.

ریچارد بنیټ وویل، چې په تیرو دوو پرله پسې کلنو کې یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو په اړه چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نورې هم زیاتې شوي رپوټونه ورکړي دي.

هغه وویل، چې د دوو کلنو وروسته دا پوښتنه د ډیرو په ژبه په ځانګړي ډول د هغو افغانانو، چې د اوسني وضعیت سره مخالف دي داده چې ددې پر ځای چې مخ په خرابیدو د روان د وضعیت په غندنه اکتفا وشي، په ځانګړي ډول د نړیوالې ټولنې له خوا څه باید د وضعیت د بدلون لپاره ترسره شي، چې د یو محسوس بدلون سبب شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې میرمن فرشته عباسي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۴ غونډې ته په خپله وینا کې وویل،چې طالبانو په تیرو دوو کلنو کې په پرله پسې ډول د ازاد حرکت، زده کړو، کار او د ژوند له ټولو برخو څخه د افغان میرمنو او نجونو د څنډې کولو په ګډون د هغوی حقونو پر وړاندې پراخه او سیستماتیکي سرغړونې ترسره کړي دي.

میرمن عباسي وویل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ځینې اقدامات د جنسیت پر اساس د ځورونې په برخه کې بشري جنایات دي.

میرمن عباسي وویل: "د ښځو د حقونو اعتراض کوونکې ښځې په خپلسر نیول شوې او شکنجه شوې دي. د بشري حقونو د څار سازمان باور لري، چې دا سرغړونې د جنسیت پر بنسټ ځورونې د بشریت پر وړاندې د جنایاتو کچه نوره هم زیاتوي."

همداشان میرمن عباسي وویل، چې طالبانو رسنیو فعالیتونو ته سخت زیان رسولی او د خبریالانو په نیولو او شکنجه کولو سره یې رسنۍ له منځه وړي دي.

میرمن عباسي په خپله وینا کې په تیرو دوو کلنو کې د پخواني رژیم ملکي او امنیتي مامورینو په خپلسر نیولو او د محکمې د پریکړو پرته اعدامولو مسلې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو سخت بشري بحران سره مخ دی، چې له امله یې د دریو برخو څخه دوه برخې وګړي په عاجل ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

فرشته عباسي طالبان ددغه سخت بشري وضعیت د پیښیدو مسوول وګڼل.

عباسي وویل: " د بشري حقونو شورا د اوږدې مودې را پدیخوا په نړیواله کچه سختو بشري جنایاتوپر وړاندې معافیت پای ته رسولو لپاره باید نور ډیر څه ترسره کړي. د دغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي کار لا هم یوه ضروري اړتیا ده د هغه ماموریت باید وغځول شي او ورته په کافي اندازه منابع برابرې شي."

همداشان فرشته عباسي په خپله وینا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا څخه د ټولو نړیوالو جرمونو په برخه کې چې هروخت د ټولو ښکیلو ډلو له خوا ترسره شوي د حساب ورکونې بهیر لا پرمخ بیولو لپاره د یو خپلواک، بې طرفه میکانیزم د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه. هغې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره ډیرو هڅو اړتیا باندې ټینګار وکړ.

ټاکل شوې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه به نور بحثونه د بشري حقونو د شورا د ۵۴ غونډې په دوییمه او درییمه ورځ هم دوام ومومي.

په پام کې ده، چې ددغې شورا د غونډو په څنډو کې افغانستان د موسیقۍ ملي انسیتیوت زده کوونکي چې اوس مهال له ددغه هیواد څخه بهر اوسیږي د موسیقي ځینې ترانې اجرا کړي. همداشان ټاکل شوې، چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو یوه ملاتړې میرمن پروانه ابراهم خیل هم دې غونډې ته وینا وکړي.

ریچارد بنیټ د تیر ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکل شو.

تیرکال د اکتوبر په میاشت کې د هغه ماموریت د یو کال لپاره ددغې شورا د غړو له خوا تائید شوی و. ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په روانه غونډه کې به د غوندې ګډون کوونکي د هغه د ماموریت په اړه پریکړه وکړي.