په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته جمهوري غوښتونکي توانېدلي دي چې په کانګرس کې د سنا ترڅنګ د استازو جرګې اکثریت هم وګټي.
د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه جمهوری غوښتونکی ټرمپ د جنوري په ۲۰مه لوړه کوي او د کانګرس دواړې جرګې د جنوري په شروع کې کار پیلوي.
د استازو جرګې نوي ټاکل شوي رئیس مایک جانسن دا اونۍ وویل: "په سنا او د استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکي دا مسئولیت لري چې د امریکا د لومړیتوب هغه اجنډا پلې کړې،" چې ټرمپ یې ژمنه کړې ده.
په سنا کې جمهوري غوښتونکي د ۵۳-۴۷ په توپیر له ډیموکراتانو څخه مخکې دي. جمهوري غوښتونکي دا اونۍ وتوانېدل چې د استازو په جرګه کې هم د ۴۳۵ څوکیو له جملې څخه د اکثرت ګټلو لپاره ۲۱۸ اړینې څوکۍ ترلاسه کړي. د نهو نور څوکیو لپاره د رایو شمېرنه تراوسه نده بشپړ شوې.
ټرمپ په دوهم ځل د ولسمشر کېدو لپاره په خپل انتخاباتي کمپاین کې له امریکا څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو میلیونونو کډوالو د شړلو د خبرداري ترڅنګ ژمنه وکړه چې په ۲۰۱۷ کې د کمو شویو مالیاتو موده به، چې په ۲۰۲۵ کې پای ته رسیږي، وغځوي، د اقلیم په اړه محدودیتونه به کم کړي او خپل سیاسي مخالفین به، چې هغه "داخلي دښمنان" بللي، محاکمه کړي.
په سنا کې د جمهوري غوښتونکو لخوا نوي ټاکل شوي د اکثریت مشر، د جنوبي ډکوټا استازي جان تون وویل: "د جمهوري غوښتونکو دا ډله یو موټې او متحده ده. موږ د اکثریت ترلاسه کولو ته خوښ یو ترڅو د استاز په جرګه کې له خپلو همکارانو سره یوځای د ولسمشر ټرمپ د اجنډا د پلې کولو لپاره کار وکړو."
منتخب ولسمشر د خپل راتلونکي حکومت د مهمو پوستونو لپاره یو شمېر داسې جمهوري غوښتونکي سیاسي څېرې غوره کړي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې یې د ټرمپ ملاتړ ښودلی دی. د ډیرو په اړه یې فکر کیږي چې د نوي ولسمشر د راتګ پر مهال په کانګرس کې د دوو ګوندونو ترمنځ د ښو اړیکو د دود پراساس د اعتماد رایه ترلاسه کړي.
دا مطلب هم ولولئ ټرمپ د خپل حکومت په مهمو څوکیو څوک ګمارلي دي؟
بل خوا ټرمپ دا اونۍ د سنا پر جمهوري غوښتونکو مشرانو غږ وکړ چې نوموړي ته ددې موقع ورکړي چې د سنا د رخصتۍ په ورځو کې خپله کابینه په کار وګماري چې په دې صورت کې به د کابینې غړي په کانګرس کې د اعتماد د رایې ترلاسه کولو ته اړتیا ونلري.
که څه هم د راتلونکې کابینې لپاره د ځینو تازه نومول شویو کسانو په اړه ګمان کیږي چې په سنا کې به په اسانۍ د اعتماد رایه ترلاسه کړي، خو ټرمپ دا اونۍ درې داسې کسان هم د کابینې غړیتوب ته ونومول چې د سابقې له کبله یې د ډیرو ډیموکراتانو او ځینو جمهوري غوښتونکو پوښتنې پارولې دي.
په دې کسانو کې، د استازو د جرګې پخوانی وکیل مټ ګېټس چې د لوی څارنوال په توګه نیول شوی، د کانګرس پخوانۍ ډیموکراته غړې تولسي ګبارډ چې اوس جمهوري غوښتونکې ده او د استخباراتو د ملي ادارې د رئیسې په توګه نومول شوې او د فاکس تلویزیون د سیاسي پروګرامونو کوربه او پځوانی پوځي پیټ هګست چې د دفاع د وزیر په توګه نومول شوی، شامل دي.
د ګېټس په اړه د نظرونو اختلاف
ددغه ۴۲ کلن سیاستوال په اړه ځینو سناتورانو په ښکاره اندېښنه ښودلې چې ښايي په سنا کې د اعتماد ګټلو لپاره ۵۱ اړینې رایې ترلاسه نه کړي. ګېټس د چهارشنبې به ورځ داسې مهال د استازو له جرګې څخه استعفا وکړه چې د جرګې د اخلاقو په کمیټه کې په هغه باندې د نامشروع جنسي اړیکو لرلو او مخدره توکو د کارولو د تورونو په اړه تحقیقات نهايي کېدو ته نږدې شوي وو. د نوموړي له استعفا سره دغه تحقیقات هم لغوه شوي دي.
ګیټس دا تورونه رد کړي او د عدلیې وزارت، چې نوموړی به یې په راتلونکي کې مشر وي، هم ویلي دي چې د هغه په خلاف به جنايي قضیه ثبت نکړي.
د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار جان بولټن چې اوس د هغه په منتقد بدل شوی، وویل، د ګیټس نومول "ښايي د امریکا په تاریخ کې د کابینې لپاره ترټولو ناوړه ټاکنه وي." هغه زیاته کړه چې د ګبارډ نومونه هم "د خندا وړ" او "دوهمه ترټولو ناوړه" ټاکنه ده.
د الاسکا جمهوري غوښتونکې سناتورې لیزا مرکوسکي وویل: "زه فکر نه کوم چې د لوی څارنوال په توګه دا ټاکنه جدي وي. په دې اړه اصلا ما فکر هم نه کاوه."
د مېن ایالت جمهوري غوښتونکي سناتورې سوزن کولینز وویل چې د ټرمپ له لورې د ګیټس د غوره کېدو له کبله "حیرانه" شوې ده. بل جمهوري غوښتونکي سناتور، د شمالي ډکوټا کیون کریمر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ګیټس به په سنا کې د اعتماد رایه ترلاسه کړی شي، وویل، "زه اړتیا لرم چې په دې په اړه فکر وکړم."
یو نوی ټاکل شوی ډیموکرات سناتور انډریو کیم، وویل چې ګیټس ته د منفي رایې ورکولو لپاره نورو معلوماتو ته اړتیا نلري.
ګېټس د خپلو یو شمېر جمهوري غوښتونکو همکارانو له دې کبله هم ندی خوښ چې هغه تېر کال د استازو د جرګې د ریاست له مقام څخه د جمهوري غوښتونکي کیون مک کارتي د لیرې کولو په بریالۍ هڅه کې مهم رول لوبولی و.
دا پنځم ځل دی چې ګېټس د استازو جرګې د وکیل په توګه ټاکل کیږي. د لوی څارنوال په توګه د ګیټس د اعلانولو پر مهال ټرمپ ویلي چې هغه "په کانګرس کې د عدلیې په برخه کې په لازمو اصلاحاتو باندې د ټینګار له کبله ځان مطرح کړی دی." ټرمپ زیاته کړې چې ډاډمن دی چې ګېټس به په اداره کې "سیستماتیک فساد له منځه یوسي."
د تجربي په اړه پوښتنې
پر ۴۳ کلنې ګبارډ باندې د استخباراتو په برخه کې د کافي او مستقیمې تجربې د نه لرلو له کبله انتقادونه شوي دي. پر هغې تور دی چې د روسیې په پلوۍ يې ناسم معلومات خپاره کړي دي. که تائید شي، ګبارډ به د متحده ایالاتو د ۱۸ استخباراتي ادارو د څار مسئوله وي.
ګبارډ چې یومهال په کانګرس کې د هاوايي ایالت وکیله وه، له دې کبله د ټرمپ د پام وړ وګرځېده چې د جمهوري غوښتونکو ګوند ته واوښته او ولسمشرۍ ته د ټرمپ له نوماندۍ څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
ګبارډ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ټرمپ سره د ډیموکراتانو د کاندیدې کاملا هریس په خلاف تلویزیوني مناظرې ته د تیاري په برخه کې هم مرسته وکړه او ټرمپ د نومبر په پنځمه په ټاکنو کې هریس ته ماتې ورکړه.
منتقدینو د ټرمپ له لورې د دفاع وزیر په توګه د هګسټ په انتخاب هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه پخوانی پوځي د نظامي مدیریت په برخه کې کافي تجربه نلري. اټکل کیږي چې د سنا ډیموکرات غړي به هغه ته د اعتماد د رایې په ورکولو کې سخت مخالفت وکړي او ځینو جمهوري غوښتونکو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
ځو په کابینه کې د ځینو نورو مهمو څوکیو لپاره د ټرمپ له لورې د یو شمېر څېرو نومول کېدو د جمهوري غوښتونکو پراخ ملاتړ حاصل کړی دی. په دې کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مسئوله الیس سوزي ویلس د سپینې ماڼې د دفتر د رئیسې په توګه، د فلوریډا سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه او د استازو په جرګه کې د فلوریډا وکیل مایک والټز د ملي امنیت د مشاور په توګه، شامل دي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د تلونکي ولسمشر جو بایډن سره وکتل او دواړو د واک په سوله ایز لیږد باندې ټینګار وکړ.