ډاکټرانو په مړوند کې وده ورکړل شوې پوزه انسان ته پیوند کړه 

په مړوند کې وده ورکړل شوې پوزه

په فرانسه کې ډاکټرانو یوې ښځې ته، چې د سرطان ناروغۍ له کبله یې پوزه له منځه تللې وه، نوې پوزه پیوند کړه.

ډاکټران وايي نوې پوزې ته د ښځې په مړوند کې وده ورکړل شوې وه.

دا ښځه په ۲۰۱۳ کې د سرطان په رنځ اخته شوه چې تر شعاعي او کیمیاوي درملنې لاندې ونیول شوه او په نتیجه کې یې د پوزې یوه برخه زیانمنه شوه. هغې د خپلې پوزې د بیا رغونې لپاره څو ځلې جراحي عملیات وکړل خو بریالي نه وو.

له یوې لسیزې وروسته، ډاکټرانو د نوې طبي تکنالوژۍ په مرسته هغې ته نوې پوزه جوړه کړه. نوې پوزه د درې بعدیز چاپګر په مرسته ډیزاین، طرحه او د ښځې په مړوند کې ځای په ځای کړل شوه چې وده وکړي.

د ښځې په مړوند کې د دغې پوزې د ځای په ځای کېدو څخه دوې میاشتې وروسته ډاکټرانو دا پوزه د ښځې د اصلي پوزې په ځای د هغې په مخ باندې پیوند کړه.

د تولوس پوهنتون او کلاودیو انستیتیوت ډاکټرانو د میکروسوپي جراحي په مرسته د وینې رګونه نوې پوزې ته تېر کړل او عملیات بریالي شول.

د تولوس روغتون ویلي دي چې تر دې مخکې دا ډول عملیات نه وو ترسره شوي هغه هم د بدن په یوې نازکې او اسیپ پذیرې برخې کې.

ډاکټران وايي په دې نوي‌ ابتګار سره د بیا رغونې او ترمیم جراحي عملیات نوې مرحلې ته داخل شول چې په خبره یې د هغو عملیاتو ځای به ونیسي چې له ډېر لګښت سره سره به بیا هم بې نتیجې وو.