د افغانستان پانګې اړوند د بایډن اجرائيوي فرمان ته د غبرګونونو دوام

د افغانستان د کنګل شوو پیسو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د وروستي اجرائیوي فرمان په اړه چې ۳.۵ میلیارده یې د سپمټمبر ۱۱ پېښې د قربانیانو لپاره ځانګړي کوي په افغانستان او بهر کې غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه فبرورۍ ۱۳(سلواغې ۲۴) په کابل کې د یو خبري کنفرانس په مهال وویل چې د افغانستان کنګل شوي شوې پیسې د دغه هیواد د سرپرست حکومت نه بلکې د افغانستان د خلکو اړوند دي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې له دغو پیسو څخه باید د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو ته ورنه کړل شي. هغه ټینګار وکړ د متحده ایالاتوو ولسمشر باید پر خپل پرېکړې باندې له سره غور وکړي او ټولې کنګل شوي پیسې باید د افغانستان خلکو ته ورکړي.

ولسمشر جو بایډن د یو فرمان په لاسلیک کولو سره ویلي‌ دي د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به د افغانستان د ولس د ګټې لپاره ولیږدول شي او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پریکړه نه وې شوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چې دغه پیسې د مصرف لپاره نه بلکې د افغانستان د خلکو ذخیره ده چې باید وساتل شي.کرزي زیاته کړه چې د القاده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی و او په پاکستان کې ووژل شوو.

هغه ټینګار وکړ د افغانستان خلک د تروریزم قربانیان دي او د اسامه بن لادن د تروریستي فعالیتونو مسؤلیت باید په افغانانو وانه چول شي.

د طالبانو حکومت پر کابل تر حاکمیت وروسته څو ځله د امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده، خو د امریکا حکومت تر دا مهاله د دوی غوښتنې مثبت ځواب نه دی ویلی.

دا په داسې حال کیده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو د ولسمشر پر یادې پرېکړې باندې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه پیسې د افغانستان د خلکو مال دی او هغوی باید د دغه پیسو د استعمال په اړه باید پرېکړه ونکړي.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې له خراب وضعیت سره مقابله د ټولو مسؤلیت دی.او په دغه هیواد کې دي رامنځته شوي بشري بحران په اړه باید جدي اقدامات وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د ټولو کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه کړې او ویلي دي چې دغه اقدام کولای شي د افغانستان خلکو د اقتصادي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان خلک له لوي اقتصادي او بشري بحران سر مخ دي. نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې د ستونزو هواري لپاره مهم رول تر سره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ د بشري حقونو نړیوال سازمان د افغانستان د کنګل شوو زېرمو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د تازه فرمان په اړه انتقاد کړی او ویلي دي چې ښاغلی بایډن د دغه هیواد د پانګې لاندې کولو په هڅه کې دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه فرمان د اجراء کېدو په صورت کې به په افغانستان کې زیاتې ستونزې رامنځته شي او همدارنګه یادې پیسې به په دغه هیواد کې د بشري کړکې هوارېدو برخه کې مرسته ونکړي.