"لاس انجلس: د ایران د رژیم د مخالفینو پلازمینه"، د هغه نوي مستند فلم نوم دی چې تازه په فرانسه کې نندارې ته وړاندې شوی دی. دا فلم په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو په وړاندې د حکومت چلند ته د ایرانۍ ټولنې غبرګون ښیي.
د امریکا د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار یوه برخه د "کوچني تهران" په نوم یادیږي. پدې سیمه کې په لسګونو زره ایرانيان ژوند کوي او د ایران نه دباندې د ایرانیانو ترټولو لویه ټولنه ده.
په فلم کې په کالیفورنیا ایالت کې د ایرانيانو د ټولنې هغه هڅې ښودل کیږي چې په ایران کې د خپلو خلکو سره یې د مرستې لپاره کوي او د ازادۍ پیغام خپروي.
ایراني الاصله امریکایي فعاله سودي فرخنیا وايي، دوی هر وخت یوه هیله درلوده چې په ایران کې به سمون رامنځ ته شي خو اوس یې هغه هیله بایللې ده.
فلم جوړوونکې سلوي ډیلیول دا مستند فلم په پاریس کې د مخالف فکر لرونکو مرکز (Dissident Club) کې نندارې ته وړاندې کړ. پدې مرکز کې زیاتره سیاسي جلاوطنه خلک راټولیږي.
د دغه فلم له نندارې وروسته په دې موضوع بحث وشو چې په نړۍ کې خواره ایراني کډوال څنګه کولای شي په ایران کې د ځپل شویو خلکو سره مرسته وکړي.
په بحث کې ایراني الاصله فرانسوۍ کلووې چې نه غواړي تخلص یې پدې راپور کې یاد شي، وویل: "زموږ لومړیتوب دا دی چې په ټوله اروپا کې د ایراني خلکو غږ پورته شي ترڅو د دوی غږ واوریدل شي او دې ته پام وشي چې په ریښتیا په کې ایران کې څه تیریږي."
د سپتمبر په میاشت کې د ایران د پولیسو په توقیف کې د ځوانې ایراني کردۍ مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې، کلووي او ملګرو ایرانیانو یې په پاریس کې د "ازادې میرمنې" په نوم یو غورځنګ رامینځته کړ. دوی د ایران سفارت بهر لاریونونه کوي.
کلووي وايي، د ایران له ولس سره د رژیم زور زیاتي د ایران دباندې ایراني مهاجرین په نړیواله کچه سره متحد کړي دي او دوی هوډ لري چې د ایران د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.