د تاجکستان برحاله ولسمشر امامعلي رحمان د جمهوري ریاست انتخابات وګټل.
د تاجکستان د انتخاباتو کمېسیون د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۱) وویل چې ښاغلي رحمان ۹۰.۹۲ سلنه رایې وړي او په پنځم ځل د دغه هېواد د ولسمشر په توګه انتخاب شو.
تاجکستان ۹.۵ میلیون نفوس لري. د جمهوري ریاست انتخابات تېره ورځ وشول.
تر انتخاباتو مخکې هم دا ویل کېده چې ښايی ولسمشر رحمان په اسانۍ دا انتخابات وګټي ځکه چې هغه کوم قوي انتخاباتي سیال نه لره.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ښاغلي رحمان ته د ټاکنو د ګټلو له کبله مبارکي ورکړې ده. د ښاغلي غنيویاند صدیق صدیقي وویل چې ولسمشر غني هیله لري چې د افغانستان له دغه کاونډي سره دوه اړخیز روابط نور هم ښه شي.
اته شپېته کلن امامعلي رحمان د ۱۹۹۲کال راهیسې پرتاجکستان واکمن دی او هغه په پرله پسې توګه خپل نفوذ زیات کړی.
نوموړي په ۲۰۱۶کې د خپل هېواد اساسي قانون تعدیل او د جمهوري ریاست څوکۍ ته یې د کاندیدو محدودیتونه لرې کړل چې وکړای شي هر څومره چې غواړي په واک پاته شي.
د رویترز آژانس وايي په تاجکستان کې زیات خلک پدې باور دي چې ښاغلی رحمان به د خپلو نهو اولادونو له جملې څخه خپل زوی رستم رحمان لپاره لاره هواره کړي چې ځای ناستی یې شي.
رستم امامعلي همدا اوس د پلازمینې دوشنبې ښاروال او د سنا مشر دی.
د ښاغلي رحمان د حکومت لوی اپوزیسیون سوسیال دموکرات ګوند اعتراض کړی او انتخاباتو سره یې پریکون کړی و.