قطر ایران ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ملتونو فوټبال جام پایلوبې ته لاره وموندله

د اسیا د ملتونو فوټبال جام په نیمه پایلوبه کې د ایران پر وړاندې د بریا وروسته د قطري لوبغاړو خوښي

د اسیا د ملتونو فوټبال جام په نیمه پایلوبه کې چې نن چهارشنبې، فبرورۍ اوومه ( سلواغې ۱۸مه) د قطر او ایران لوبډلو ترمنځ د قطر په الثمامه لوبغالي کې ترسر شوه، د قطر لوبډلې وکړای شول چې د ایران لوبډلې ته درې د دوو په مقابل ماتې ورکړی او پدې توګه ددغه جام پایلوبې ته ولاړ شي.

پدغه برخلیک ټاکونکې او حساسه لوبه کې، ایران د خپل پیاوړي بریدګر لوبغاړي سردار ازمون لخوا په څلورمه دقیقه کې ګول وواهه.

خو قطري لوبغاړی جاسم عبدالسلام دغه خوړلی ګول په ۱۷ دقیقه کې بیرته جبران کړ او لوبه یې مساوي کړه.‌

قطري لوبډلې د جاسم په دې ګول هم اکتفا ونکړه او ددې لوبډلې یو بل بریدګر لوبغاړي اکرم عفیف په ۴۳مه دقیقه دوهم ګول وواهه او پدې توګه د نیمه پایلوبې لومړی نیمايي، ۲-۱ د قطر په ګټه پای ته ورسید.

د لوبې په دویمه نیمايي کې بخت د ایران سره مل شو او په ۴۷مه دقیقه کې د ایراني لوبغاړي سعید عزت اللهي شوټ د قطري‌ لوبغاړي په لاس ولګید او لوبڅار د VAR په مرسته هغه د ایران په ګټه پنالټي اعلان کړ. د ایران لپاره دغه پنالټي شوټ علیرضا جهانبخش ګول کړ او پدې توګه لوبه ۲-۲ مساوي شوه.

تر ۸۱ دقیقې دواړو لوبډلو د ګول وهلو ډیره هڅه وکړه،‌ خو په ۸۲ دقیقه دا قطري لوبغاړي معزعلي و چې د ایران په دفاعي کرښه کې د عبدالعزیز یو ښکلې پاس یې په ګول بدل کړ او خپله لوبډله یې ۳-۲ مخ ته کړ.

لوبه تر ۹۰مې قانوني دقیقې پورې په همدې نتیجې سره دوام وکړ او د لوبڅار لخوا د ۱۳ اضافي دقیقې هم د ایران لوبډلې بخت بدل نکړ.

یاد دې وي‌ چې د ایران د فوټبال ملي لوبډله له اردن لوبډ‌لې سره په نیمه پایلوبه کې تر مخامخ کېدو وړاندې، د جاپان د فوټبال ملي ټیم ته ماتې ورکړې وه او په ډیر قوي روحیې سره په دغه نیمه پايلوبه کې حاضر شوی و.

د قطر د فوټبال ملي لوبډله به د شنبې په ورځ، فبرورۍ لسمه، د اردن لوبډلې سره د قطر د "لوسیل" په لوبغالي کې په پایلویه کې مخامخ شي.

د اسیا د ملتونو فوټبال جام سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې د اسیا قارې له هېوادونو څخه د یوه هېواد په کوربه توب ترسره کېږي او د اسیا لویې وچې د فوټبال لوبډلې د غوراوي سیالیو له ترسره کولو وروسته په دغه مهم جام کې د ګډون جواز ترلاسه کولای شي.