پګواش: ګډونکوونکو د مذاکراتو په اهمیت ټینګار وکړ

د پګواش د موسسې لخوا په دوحه کې په جوړې شوې غونډې کې ګډونکوونکي په دې سلا وو چې په افغانستان کې «سوله یوه عاجله اړتیا ده،» د افغانستان خلګ سوله غواړي او د سولې د راوستلو باید مذاکرات دوام ومومي.

د پګواش د موسسې لخوا په دوحې کې په جوړ شوي کنفرانس کې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په ګډو اهدافو خبرې شوې دي.

د غونډې ګډونکوونکو په افغانستان کې د تشدد د ختمیدو غوښتنه هم کړې وه. په خبرپاڼې کې دا هم راغلي دي چې «بهرني ځواکونه نهایتا باید چې د افغانستان نه ووځي.»

په خبرپاڼې کې چې د پګواش د موسسې په ویبپاڼې خپره شوې ده دا هم ویل شوي چې «ځینو ګډونکونکو غوښتنه کوله چې د افغانستان په اساسي قانون کې دې تعدیل راوړل شي او ځینو نورو بیا ویل چې اساسي قانون باید په بنیادي توګه بیرته له سره ولیکل شي.»

په خبرپاڼې کې په ۱۸ ټکي ذکر شوي دي چې ګډونکوونکو ورباندې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې «اوربند باید چې د سولې د خبرو برخه وي او د ملکیانو ساتنه باید وشي.»

په خبرپاڼې کې راغلي چې د ښځو حقوق باید وساتل شي او د ښځو خلاف باید تشدد ختم شي. خبرپاڼه زیاتوي «ځینو برخه اخیستونکو فکر کاوه چې دغه [د ښځو د حقوقو په اړه] موضوعات باید چې په واضح توګه تعریف شي او په تیره بیا د ښځو د حقوق د خوندیتوب ضمانت ورکړل شي.»

پګواش ویلي دي چې ګډونکونکو ویل چې «تور لست باید ختم شي، د سفر کولو بندیزونه باید لېري شي او په دغسې غونډو کې د ګډون لپاره باید چې د ویزو سهولتونه برابر کړل شي. ټولو موافقه وکړه چې طالبان باید دفتر او آدرس ولري.»

په خبرپانې کې دا هم ویل شوي دي چې «د عامه تاسیساتو، لکه ښوونځیو، کلینیکونو، او د نورو بنسټیزو پروژو ساتنه باید وشي او هغه کسان چې د دغو تاسیساتو په خلاف اقدامات کوي باید چې ورسره قانوني چلند وشي.»

د پګواش خبرپاڼه وايي چې ګډونکوونکو دا هم وویل چې «د روغتیا او تعلیم موضوعات چې دي هغه باید د بیلابیلو سیاسي دریځونو نه مستقل وي.»

خبرپاڼه وايي چې «د داعش په نامه چې په افغانستان کې فعالیتونه کیږي هغه خارجي پدیده ده او د افغانستان د خلګو لخوا رد شويده.»

پګواش ویلي چې دغه کنفرانس د سولې رسمي مذاکرات نه بلکه غیررسمي اکاډمیک بحث و چې د اوسنی موضوعاتو په اړه وشو.

طالبان او نور ګډونکوونکي

په غونډې کې ۵۵ کسانو برخه اخیستې وه چې د طالبانو، ولسي جرګې او د مدني ټولنې او سولې د فعالانو استازو پکښې برخه اخیستې وه.

که څه هم په غونډې کې د جمهوررئیس غني اکا عبدالقیوم کوچي او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي برخه اخیستې وه خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له قوله د افغانستان د حکومت رسمي استازو پکښې برخه نه وه اخیستې.

د پګواش په خبرپاڼې کې دا هم ویل شوي چې تمه ده چې په هغو موارد باندې چې په دغو غیررسمي بحثونو کې پرې خبرې شوې دي، په رسمي خبرو کې به هم په نظر کې ونیول شي.

په خبرپاڼې کې دا هم ویل شوي دي چې په دې باندې اتفاق نظر موجود و چې خبرې باید ادامه پيدا کړي.

طالبانو په غونډې کې د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره یو ځل بیا د خپلو شرایطو یادونه وکړه.

د طالبانو په دغو شرایطو کې د بندیانو خوشي کیدل او د دغې ډلې په خلاف د تبلیغاتو بندیدل هم شامل دي.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد ویلي دي چې د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره شرطونو ایښودل به ګټه و نه کړي او جګړې د دوام سبب به شي.

بل پلو ته د طالبانو ځینو سرچینو ویلي دي چې جمهور رئیس غني په لیکلي پيغام کې، چې کنفرانس ته یې استولی دی، د طالبانو ډله د یو سیاسي مخالفینو په توګه منلي ده او دا یې هم ویلي دي چې حکومت د طالبانو سره مستقیمو خبرو ته چمتو دی.