د پښتون ژغورنې تحریک د پاکستان د حکومت سره د خبرو لپاره یو هیت ټاکلی دی چې د مختلفو سیمو سره تعلق لرونکي مشران، سیاستمدران، د مدني، بشري حقونو فالین پکې شامل دي.
د تحریک یو مشر محسن داوړ چې پخپله هم په دغه کمیټې کې شامل دی، ،وایي چې د پښتون قام د مسلو د حل لپاره یې دغه جرگه ټاکلې ده او د مذاکراتو سره سره به غونډو او نورو هلو ځلو ته هم دوام ورکړي.
هغه د جرگې په اړه وویل چې مونږ داسې یوه جرگه جوړه کړیده چې د پاکستان د هرې سیمې د پښتنو استاځیتوب وکړي.
د جرگې د جوړښت او دا چې جرگه به څومره واک ولري، د امریکاغږ همکارې نزرانې یوسفزۍ د ښاغلي محسن داوړ سره مرکه کړیده چې دلته یې اوریدلی شئ
Your browser doesn’t support HTML5