طالبان: کابل- جلال اباد لار ماهیپر کې د غره د ښویېدلو له امله بنده شوې

عکس (ارشیف)

د ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د کابل – جلال اباد لویه لار د یکشنبې د ورځې سپټمبر۱۷ (وږي ۲۵) غرمه مهال د کابل ولایت د ماهیپر په سیمه کې د غره د ښویېدلو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو امر قریشي لټون، رسنیو ته په یو استولي لنډ پیغام کې د لارې دواړو خواو کې د موټرو ډرایورانو ته سپارښتنه کړې، چې د لارې تر پرانیستلو دې د کابل او جلال اباد ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د کاپیسا ولایت له لارې کار واخلي.

ښاغلي لټون ویلي: " کابل جلال اباد لویه لاره په ماهیپر کې د غره ښودیېدنې له امله د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده کابل ته تلوونکي موټر چلوونکي په سروبي ولسوالۍ کې د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ لارې څخه دې استفاده وکړي".

تراوسه د غره د ښویېدلو په پیښه کې چا ته د سر د زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

کابل - جلال اباد لویه لاره د افغانستان د ټولو لویو لارو پرتله یوه مصروفه لار ده، چې نه یوازې کابل د دغه هیواد څلورو ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې د افغانستان مرکز کابل د پاکستان د پیښور ښار او د کراچۍ د بندر سره هم نښلوي.

افغان او پاکستاني سوداګر دا لار د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د کارولو سربیره دغه لار د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د هیوادونو سره د سوداګرۍ لپاره هم کاروي.

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی. د افغان سوداګرو او پانګوالو د معلوماتو له مخې کابل - جلال اباد لار د کراچۍ د بندر او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ تر ټولو نورو لارو بحر ته یوه نږدې لار ده، چې د همدې له امله افغان او پاکستاني سوداګر په دغه لار د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره کار اخلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې دا لار د غره د ښویېدلو له امله بندیږي. تیرکال هم دا لار څو ځلې د باران د اورښت او سیلابونو له امله بنده شوې وه.