د پکتیکا ولایتي شورا غړي وايي، چې ددغه ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د معتادینو درملنې ته که سمه جدي پاملرنه ونشي، نو ښايي د اعتیاد دا ستونزه لا پسې زیاته شي.
د پکتیکا په ولايتي شورا کې د ارګون استازی عزيز عزيز حکومت په ارګون کې د معتادینو په نه درملنه او د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په نه مخنیوي تورنوي، او زياتوي چې که حکومت نور هم بې تفاوته پاته شي, لرې نه ده چې په نشه د روږدو کسانو شمېر به ارګون کې د هېواد په کچه لوړه شي.
ښاغلی عزيز همدا راز وايي, که معتادين او د مخدراتو کاروباريان کنټرول نه شي, ارګون ته نژدې نورې سيمې هم ترې اغېزمنې کېدای شي.
په ارګون کې د اعتیاد د ستونزې په اړه اندېښنې
Your browser doesn’t support HTML5