د پنجشیر ولایت د عناوه ولسوالۍ اوسېدونکو نن شنبه د «چنګاښ پر ۸مه»د یوې مظاهرې په ترڅ کې د عبدالحمید خراساني د خوشي کولو غوښتنه وکړه.
عبدالحمید خراساني چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یې یو لوی «مجرم» بولي تېره اونۍ په کابل کې د افغان ځانکړو پولیسو لخوا ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت د نوموړي تر نیولو وروسته وویل، چې هغه په وسله والو غلاو، له سوداګرو او دوکاندارانو څخه په باج اخیستلو، د ملي بیرغ په سوځولو او ملي امنیتي ځواکونو ته په سپکو سپورو ویلو تورن دی.
خو د نوموړي پلویانو نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د هغه نیول کېدل «مغرضانه» وبلل او ادعا یې وکړه چې هغه «بېګناه» دی.
د دغه مظاهره کوونکو له ډلې متین وویل:"خراساني بېګنا دی، تر نیولو وروسته پر هغه ظلم شوی، پولیسو هغه وهلی ټکولی دی."
دوی ګواښ وکړ تر هغو چې حکومت خراساني خوشي نه کړي دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
د مظاهرې یوه بل ګډونوال پرویز وویل:" تر څو چې حمید خراساني خوشي نشي، خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړو، تر هغه وخته به د پنجشیر لار د ټرافیکو پر مخ بنده وي".
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د یادو کسانو لخوا د پنجشیر ـ کابل عمومي لارې په بندېدو سره پر دغه لار تلوونکو کسانو ته ګڼې ستونزې پېښې شوي دي.
د پنجشیر یوه بل اوسېدونکي محمد اصف قاسمي وویل:"که په رشتیا هم د عدالت غوښتونکي یاست، ولاړ شی کابل ته خپل غږ تر مسؤلینو پوري ورسوی، نه په پنجشنیر کې، عامو خلکو څه ګناه کړې ده، چې عمومي جاده مو یې پر مخ تړلې ده."
پر همدې مهال د پنجشیر امنیه قوماندان محمد اسحاق تمکین وايي، چې د حمید خراساني پلویانو تر څو ساعته وروسته د کابل ـ پنجشیر لار بېرته د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړې ده.خو مظاهره کوونکو بیا د قوماندان خبر بې اساسه بللې او زیاتوي چې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.