نیومن: امریکا ته د افغانستان د پرمختګونو ساتل مهم دي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي سولې ته رسیدل د ټولو هڅې غواړي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي هیواد ته یې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او د افغان میرمنو د حقونو ساتل خورا ارزښت لري.

ښاغلي نیومن له امریکا سره په ځانګړې مرکه کې د امریکا او طالبانو د سولې د قرار داد په اړه وویل پکار ده په دې اړه صبر وشي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د سولې د پروسې بریا د امریکا، افغان سیاستوالو او طالبانو تعهد ته ضرورت لري.

ښاغلي نیومن څرګنده کړه، امریکا په دې قرار داد سره له افغانستان څخه پښې نه سپکوي او که طالبان فشارو راوړي نو د امریکا له خوا به په شا وتمبول شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د رونالد نیومن مرکه