شهزاده ویلیم او میرمن یې پاکستان ته په سفر تللي

شهزاده ویلیم او کیټ به پنځه ورځې پاکستان کې تیروي

د برتانیا شهزاده ویلیم د خپلې میرمنې کیټ سره پاکستان ته په پنځه ورځني سفر تللی دی.

شهزاده ویلیم او میرمن کیټ به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان سره د اړیکو په قوي کولو او د اقلیم د بدلون په ستونزو د پاکستاني چارواکو سره وغږېږي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي او په دغه ملک کې د برتانیا سفیر د راولپنډۍ هوایي ډگر ته د هغوی د هرکلي لپاره ورغلي و.

دغه دواړه به د لاهور او اسلام اباد برسیره د گلگت بلتستان سیمې ته هم سفر وکړي او د ځینو مرستندویه پروژو رسمي کارونه پرانیزي.

د برتانیا سفیر د سفر په اړه په خپل یو ویدیویي پیغام کې ویلي د: "هغوي (شهزاده ویلیم او شهزادگۍ) د پاکستاني ولس سره د ناختمیدونکي ملګرتیا لپاره دغه سفر کوي. زه باور لرم چې هغوي ته به تود هرکلې وویل شي."

د بریتانیا حکومت د شهزاده ویلیم او د میرمن دغه سفر یې لدې کبله مشکل بللی دی چې پاکستان کې امنیتي او لوژیستیکي ستونزې زیاتې دي. د شهزاده ویلیم او کیټ ویلیم د دغه سفر په اړه زیات معلومات ندي ورکړل شوي.​