د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وايي، چې حکومت یې په مختلفو سیمو کې د اوبو په برخه کې شتو ترینګلتیاو ته پام لري او په دې برخه کې د ګاونډیانو سره د تړونونو عملي کول تعقیبوي.
ابراهیم رئیسي د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ ( وږي اووم) یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د ایران حکومت د اوبو د مدیریت لپاره یو پلان په لاس کې لري ترڅو په دې برخه کې ترینګلتیاوې د امکان تر حده کمې کړي.
د ایران جمهور رئیس د هلمند د سیند د اوبو په اړه په ځانګړي ډول وویل، چې افغانستان لپاره دده د ځانګړي استازي له خوا ددې مسلې پرله پسې تعقیب د طالبانو سره خبرو ته لار پرانیستې ده. هغه وویل، چې د ایراني کارپوهانو یوه ډله افغانستان ته استول شوې او طالبانو هم موافقه کړې، چې ایراني کارپوهان د هلمند د سیند د اوبو کچه وارزوي.
ښاغلي رئیسي وویل: "خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لرو خو له وړاندې تړونونه هم موجود دي، چې د ایران او ځینو ګاونډیانو سره لاسلیک شوي دي. زمونږ ټینګار دغو تړونونو ته په پابندۍ باندې دي او تعقیب کړي مو هم دي ترڅو دا تړونونه عملي هم شي".
په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته د تیرو څه باندې دوو کلنو په موده کې د ایران او د طالبانو د حکومت اړیکې کله هم ښې او کله هم ترینګلې وې او هم کله ددغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې د جګړې د پیښیدو تر کچې خرابې شوي او کله هم دا اړیکې د دپلوماسۍ او همکارۍ فضا په لور پرمخ تللي دي.
د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د مۍ ۱۸ ( ثور ۲۸) خبریالانو سره د خبرو پر مهال طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې د هلمند د حقابې حق دې ایران ته ورکړي.
هغه ویلي وو: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي."
رئیسي ویلي وو چې افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند د اوبو وضعیت وګوري او په خبره یې که ایراني کارپوهانو تائید کړ چې هلته اوبه نشته، په دې مسئلې به بیا بحث نه کېږي.
د ایران د جمهور رئیس او ددغه هیواد د نورو لوړپوړو چارواکو د دغو څرګندونو وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له چارواکو وغوښتل، چې د هلمند سیند اوبو د حقابې مسئله دې نه سیاسي کوي.
متقي د مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) د ایران د جمهور رئیس د ګواښ په ځواب کې ویلي و، چې طالبان د ایران او افغانستان ترمنځ په ۱۳۵۱ کال کې شوي تړون ته ژمن دي.
ښاغلي متقي ویلي و: "له ایران څخه غواړو چې د اوبو حیاتي مسئله دې نه سیاسي کوي، ښه به دا وي چې په مطبوعاتو کې د غوغا جوړولو په ځای، دا ډول مسائل دې د مخامخ خبرو او تفاهم له لارې حل کړو".
د هلمند د سیند د اوبو د ویش مسله یو ځل بیا د ایران د حکومت د مشر له خوا یاده شوې، چې څو ورځې دمخه ایراني رسنیو ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ناصر کعناني له خولې ویلي و، چې ایران د طالبانو له حکومت غوښتي، چې باید ایراني تخنیکي ټیمونه هره میاشت د هلمند په سیند کې د اوبو کچه وارزوي.
ایراني چارواکو د اګست په ۱۳ ( زمړي ۲۲) وویل، چې طالبانو حکومت یو ایراني تخنیکي پلاوي ته اجازه ورکړې، چې د هلمند په سیند کې د اوبو کچه وارزوي.
د طالبانو حکومت هم اعلان کړی، چې د ایران سره یې د هلمند د سیند د اوبو د ویش مسله په ښه توګه حل شوې ده.
د نړیوالو اړیکو یو استاد سرور جعفري د ایران او طالبانو ترمنځ د هلمند اوبو د ویش په اړه په دې وروستیو کې د دغې ستونزې د هوارولو لپاره د همکارۍ د زیاتیدو په باب امریکا غږ ته وویل، چې داسې ښکاري چې د ایران او طالبانو ترمنځ ممکن په دې مسله یو موافقه شوې وي.
ښاغلی جعفري وویل، د طالبانو حکومت وايي، چې د ایران سره د هلمند د اوبود ویش مسله حل شوې او د ایران حکومت هم ویلي، چې د هلمند د سیند اوبه د وچکالۍ له امله کمې شوي دي.
ښاغلي جعفري وویل: "دې وضعیت ته په کتنې ممکنه ده، چې د ناچارې له مخې موافقې سره رسیدلي وي. ددې لپاره، چې ایران هم ناچارې لري او د طالبانو اسلامي امارت هم او په اوسنیو شرایطو کې د اوبو په سر جنجال دواړه هیوادونه یې په خپله ګټه نه ګوري".
خو د نړیوالو اړیکو دا کارپوه وايي، چې فکر کوي ایران او د طالبانو ترمنځ د اوبو لانجه په بشپړه توګه حل شوې نه ده او ددې امکان شته چې دا مسله څه وخت بیا د دواړو خواو ترمنځ راپورته شي.
افغانستان او د ایران پخوانیو پادشاهي حکومتونو په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.
د افغانستان پخواني حکومت ویلي، چې په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو او د افغانستان د اوبو د نه مدیریت له امله هر کال د هلمند د سیند څخه شاوخوا ۲،۵ میلیارد متر مکعبه اوبه چې د ۱۳۵۲ کال د معاهدې د ټاکل شوې حد درې برابره کیږي ایران ته بهیدلې دي.
افغانستان او د ایران په ځینو سرحدي سیمو کې د اوږدو کلنو وچکالۍ د سرحد په دواړو خواو کې اوبو د خلکو اړتیا ډیره زیاته کړې ده. د وچکالۍ سربیره افغانستان په دې وروستیو کلنو کې د هلمند د سیند په اوږدو کې د کمال خان بند هم په دې تیرو کلنو کې اباد کړی دی.