پوليو د هر ګوزڼ ځپلي ناروغ د ژوند يوه ترخه کيسه ده او که ترې وپوښتئ، له ژوند ستړي شوي او ډېرې هيلې يې نيمګړې پاتې دي.
د کندز ولایت اوسیدونکی نقیب الله یو له هغو ځوانانو څخه دی چې د پولیو له امله یې د ژوند ډیرې هیلې له لاسه ورکړي دي.
هغه او پلار يې وايي، چې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند د واکسين نشتوالى او د خلکو بې پروايي وه، چې له امله يې د نقيب الله پښې فلج شوې او په نیمګړي ځان د ژوند چارې مخ ته وړي.
د پولیو ناروغۍ د ډېرو خلکو ژوند تباه کړی، لاسونه او پښې یې کار نه کوي او نورو ته یې اړ ایستلي، چې یو یې نقیب الله دی.
نقیب الله له خپل نیمګړي فزیکي حالت ناراضه او د کورنۍ لخوا د ده واکسین ته نه پاملرنه هغه څه بولي چې له امله یې ستړی ژوند کوي، ارمانونه یې نیمګړي دي او خپلو هیلو ته نه دی رسیدلی.
هغه په دې حالت خوښ نه دی خو وايي چې د خپلې کورنۍ مسؤولیت په غاړه لري.
نوموړي وویل: "زه خپله کاروبار کوم، د دولسو، يارلسو کسانو د کور سرپرست يم، زه ده دوی لپاره کار کوم، که يوه [روپۍ] وي که دوه روپۍ، ګټم يې او په کور یې مصرفوم، شکر ګذاره مې کيږي او وخت تېروم."
نوموړی له امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې وايي، اوس خلک د ګوزڼ ناروغي پیژني او د واکسین په اړه عامه پوهاوی هم زیات شوی خو کورنۍ باید خپلو کوچنیان واکسین کړي ترڅو هغوی زما په څېر نه شي.
نقیب الله وايي: همدا غوښتنه لرم چې واکسین دې ماشومانو ته وکړي، کله چې واکسین راځي او د کورونو شاته دریږي، دوې یې شړي چې دا مرض دی، خو [زه دوی ته وایم] چې دا فایده لري او تاوان نلري. خپلو ماشومانو ته د پولیو قطرې ورکړئ، دا مهمه ده."
دی وايي چې فامیل یې په پاکستان کې اوسیده چې پر ګوزڼ ناروغۍ اخته شو، ځکه هلته له نورو بشري حقونو محروم و او د ګوزڼ واکسین هم ماشومانو ته په سمه نه رسیدل.
خو اوس چې پوهېږي دا مرض علاج نلري، نو غواړي چې د ده په څېر خلک همت ولري، کار وکړي، مسلک او هنر زده کړي او نورو ته لاس ونه نیسي.
دی د کندز ښار په یو څنډه کې د ټیرونو د پلور په یو دوکان کې کار کوي.
نقیب الله وايي: "انسانیت خو ښه شی دی، که کورنۍ درسره مرسته کوي، ښه کار دی خو که خپله څوک همت پیدا کړي او یو کار او کسب زده کړي نو دا به لا ښه کار شي. باید چاته لاس ونه نیسو، چې زه د معلولیت سره کار کولی شم، نور دې هم ځانته غمه وخوري."
نقیب الله بچیان هم لري او لویه هیله یې دا ده چې بچیان یې زده کړې وکړي، ځکه دی د زده کړو ارمانجن دی، چې په شلو پښو یې نه شو کولای مکتب ته ولاړ شي، لومړی یې د کالیو ګنډلو کسب زده کړ او بیا یې دوکانداري.
هغه زیاته کړه: "... ما د ځینو مشکلاتو له امله مکتب پریښود او ګنډل (خیاطي) مې زده کړل، اوس مې ماشومان مکتب وایي او زه غواړم چې مکتب پای ته ورسوي، ځکه موږ درس ونه ویل خو دوی یې باید ووایي."
د نقیب الله پلار، عبدالله جان شینواری وايي، ناپوهي وه او که بیوسي وه، پر ډاکټرانو یې هم خپل زوی وګرځولو، خو نه شوه چې د هغه پښې بیرته ښه شي، خو له خلکو غواړي چې بچیانو ته واکسین ورکړي.
نوموړي وویل: "بس د [خفګان] احساس کوو، ما ولیدل او په ما تیر شول. که د ناپوهۍ له وجه و یا د بیوسۍ نه پاتې شو او یا مو په وخت ډاکټر ته د علاج لپاره ونشو رسولی، خو له خلکو مې هیله ده چې باید خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي چې بیا په داسې مرض اخته نه شي او نورو ته تکلیف و نه رسیږي."
نقیب الله کار کوي او همت یې نه دی بایللی، خو د ګوزڼ ناروغۍ ګڼ شمېر نور ناروغان بیا د خپلو کورنیو د اوږو بار دي او نه شي کولای خپل ژوند وکړي.