د جنوبي ولایتونو ترمنځ پر لویو لارو د پولیو ضد واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

روغتیايي مسؤولین وايي، د ولایتونو په منځ کې یې ګرځنده (سیار) ټیمونه په دندو ګمارلي چې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته تلونکي ماشومان واکسین کړي.

په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ پر وړاندې د روانې مبارزې په لړ کې د ولایتونو تر منځ پر لویو لارو د واکسین د تطبیق پروګرامونه پيل شوي دي.

مسؤولین وايي، د ولایتونو په منځ کې یې ګرځنده (سیار) ټیمونه په دندو ګمارلي چې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته تلونکي ماشومان واکسین کړي.

په کندهار او هلمند کې د ګوزڼ د تازه پېښو له رامنځته کېدو وروسته په جنوبي ولایتونو کې د ماشومانو واکسین ته پاملرنه زیاته شوې ده.

د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان په لويو لارو کې د پوليو واکسين د روغتيايي ټيمونو شمېر لسو ته رسېږي چې هره ورځ سلګونه ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيقوي.

په جنوب کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې د حوزوي مرکز مسؤولین وایي چې له دې لارې یې په جنوب کې د ویروس د انتقال د مخنیوي هڅه کړې.

د دغه مرکز مشر ډاکټر جمال الدین امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د روغتیايي ټیمونو زیاتوالي او فعالیت په دې برخه کې د پام وړ اغېز کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: "کندهار ته د نورو ولایتونو او سیمو څخه لکه د زابل، هلمند، سپین بولدک څخه مختلفې لارې غځیدلي دي. همدارنګه د نورو ولایتونو مسافرین هم د کندهار ښار ته راځې، او د دوی لپاره د موټرو په اډو کې چې کندهار ښار ته داخلیږې د ترانسپورټ غرفې ایښودل شوي او هلته زموږ د واکسین لس ټیمونه فعالیت لري."

سږ کال په جنوبي ولایتونو کې د پولیو یوه پېښه په کندهار او بله په هلمند کې ثبت شوې ده، سربیره پر دې، په دې زون کې د دوه نورو پېښو خبر هم ورکړل شوی دی خو چارواکو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

دغه راز په چاپیریال کې د پولیو ویروس موجودیت د جنوب په ټولو ولایتونو کې لیدل شوی.‌

روغتیايي مسؤولین وايي، د هوا په تودیدو سره د ویروس د خپرېدو خطر زیاتېږي، ځکه دوی په لویه لاره کې د هر ماشوم د واکسین کولو هڅې کوي.

ډاکتر جمال الدین‌ زیاته کړه: "په دې لارو د کورنیو تک راتګ زیات شوی، زموږ هدف دا دی چې ټولو د خطر لاندې ماشومان ته واکسین ورکړل شي، تر څو له دې ویروس خوندي شي، او د همدې لپاره مو پر لویو لارو د پولیو ټیمونه ګمارلي څو د پام وړ ماشومان واکسین شي."

پولیو اوس هم په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې یوه جدي ستونزه ده، چې د دوی روغتیا او ژوند له ننګونو سره مخ کوي.

ډاکتران وایي، هغه ماشومان چې د بدن د معافیت کچه یې ټيټه وي، ژر د پولیو په ناوړه ناروغۍ اخته کیږي او له کورنیو یې غوښتي چې د سفر پر مهال هم خپل ماشومان واکسین کړي.