په یونان کې ۵۹ غیرې قانوني مهاجر په لارۍ موټر کې نیول شوي

مهاجر هڅه کوي له یونان نه لویدیځې اروپا ته لاړ شي

د یونان پولیس وایي یوه لارۍ یې چې ٥٩ غیر قانوني مهاجر په کې سپاره وو په یو سرحدي ښار کې درولې ده.

د یوناني مقاماتو په وینا کله چې پولیس د موټر د پلیټ نمرې ته متوجه شول دغه پلیټ د هغه موټر و چې څه موده وړاندې غلا شوې وه.

د پولیسو د رپوټ په بنسټ ددغو ٥٩ مهاجرو نیمایي برخه د سومالیا اوسیدونکي دي او نور یې د افغانستان، بنگله دیش، مصر، اریتیریا، عراق، فلسطین او سوډان اتباع دي.

دغه پناه غوښتونکي د هغو موادو او سامان الاتو تر شا پټ کړای شوي وو چې په صندقونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې دغو مهاجرو د یونان پولیسو ته ویلي چې هر یو یې په ترکیه کې یو قاچاقبر ته ۱۵۰۰ یورو (شاوخوا ۱۶۹۰ ډالر) ورکړي وو چې هغوی په کښتۍ کې یونان ته ورسوي.

ددغه موټر چلونکی چې ٦١ کلن او د بلغاریا اوسیدونکی دی پولیسو نیولی دی.

هغه مهاجر چې د ترکیې نه یونان ته ځي غواړي له هغه ځای څخه ځان لویدیځې اروپا ته ورسوي.