د پاکستان حکومت وايي زرګونه اعتراض کوونکي یې له اسلام اباد څخه واېستل

په پاکستان کې له یکشنبې راهېسې مظاهرې روانې وې

د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ اوه) وویل چې له اسلام اباد څخه یې په شپه کې د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه ملاتړي اعتراض کوونکي واېستل.

د تحریک انصاف ګوند غړو د یکشنبې په ورځ د عمران خان د خلاصون لپاره مظاهرې پیل کړې او زرګونه پلویان یې اسلام اباد ته په احتجاج ولاړل.

اعتراض کوونکي وايي چې عمران خان په «ناقانونه» توګه بندي شوی او باید ازاد شي.

د پاکستان د پولیسو مشر علي ناصر رضوي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې یې امنیتي ځواکونو د رابړي مرمیو په کارولو او اوښلن ګازو په پاشلو سره اعتراض کوونکي خواره واره کړل او تقریبآ ۱۰۰۰ کسان یې ونیول.

رضوي وویل چې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب کې لږ تر لږه درې امنیتي منسوبین وژل شوي او څه باندې ۷۰ نور ژوبل دي. هغه ادعا وکړه چې اعتراض کوونکو له «وسلو او فلخمان» څخه استفاده کړې ده.

خو د تحریک انصاف غړي او د سیمې اوسېدونکي د اسلام اباد د پولیسو ادعا ردوي ‌او تور لګوي چې امنیتي ځواکونو په سوله ایزو اعتراض کوونکو باندې ډزې کړې او لسګونه کسان وژوي او ژوبل کړي دي. د تحریک انصاف ګوند وايي چې حد اقل ۱۰ تنه وژل شوي دي.

حکومتي‌ چارواکي د ولسي خلکو د تلفاتو په اړه غلي دي، خو سیمه ایزو خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراض کوونکو تبصرې ستایلې او تور یې لګولی دی چې چارواکي ولسي تلفات پټوي.

تحریک انصاف ویلي‌ دي چې د پاکستان ځواکونو د دغه ګوند په اعتراض کوونکو«له تاوتریخوالي ډک چپاو» وړی او «له وسلو څخه یې د دې لپاره کار اخیستی چې څومره اعتراض کوونکي ووژلای شي، ووژني».

دا ګوند وايي چې نړۍ باید دغه «ظلم» او د «بشریت او دیموکراسۍ ځپل» وغندي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خپلو امنیتي ځواکونو اقدامات ستایلي دي او ویلي دي چې «په مېړانې» یې اعتراض کوونکي په شا وتمبول. د پاکستان حکومت د مظاهره کوونکو د ځپلو ترڅنګ، په پاکستان کې تیلیفوني شبکې او انټرنټ او ښوونځي بند کړي وو او لارې او سړکونه یې په کانتینرونو تړلي وو.

د پاکستان تحریک انصاف د عمران خان خلاصون او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د هغه د ایتلافي حکومت استعفا غواړي. دا ګوند ادعا کوي، چې د فبرورۍ د میاشتې په ټاکنو کې، چې شهباز شریف په کې صدراعظم شو، درغلي‌ شوې ده.

شهباز شریف دا مظاهرې غندلې، هغه یې «افراطیت» او د «نه منلو وړ» بللې دي. د پاکستان پخوانی صدراعظم له څه باندې یو کال راهېسې په زندان کې دی او په ضد یې تر ۱۵۰ ډېرې جرمي قضیې ثبتې شوي‌. بیا هم عمران خان په پاکستان کې یو محبوب سیاستوال بلل کېږي او ګوند یې وايي‌ چې په هغه لګول شوي تورونه سیاسي انګیزه لري.