د هند په تامیل ناډو کې مقاماتو د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (جوزا۳۱) وویل چې په دغه ایالت کې د زهرجنو او غیر قانوني شرابو د څښلو له کبله ۳۴ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۰۰ نور روغتون ته انتقال شوي دي.
د پرس ټرست اف انډیا رسنۍ د تامیل ناډو د اعلا وزیر ام کی سټالین له قوله لیکلي دي چې دا شراب په زهرجن میتانول ککړ وو.
سټالین په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دا ډول جنایت ټولنه خرابوي او په اوسپنیز سوک به وځپل شي.»
هغه ویلي دي چې ځینې کسان د دغې پېښې سره د تړاو په تور نیول شوې دي.
په هند کې هرکال سلګونه کسان د بې کیفته شرابو د څښلو له کبله، چې په لارو او کوڅو کې جوړېږي، مړه کېږي.
هغه کسان چې دا ډول شراب جوړوي، د اغیز د زیاتېدو لپاره یې په کې میتانول مواد ګډوي، دا مواد د ځیکر د خرابېدو او مړینې سبب کېږي.
د تامیل ناډو والي ار ان راوی ویلي دي چې روغتون ته د یو شمېر انتقال شویو وضعیت هم خراب دی.
په تامیل ناډو کې د شرابو خرڅول ازاد دي، خو بې کیفیته شراب په تور بازار کې خرڅېږي.
تېرکال د هند د بهار په ایالت کې زهرجنو شرابو ۲۷ تنه مړه کړل. تر هغه مخکې په ۲۰۲۲ کال کې زهرجنو شرابو د هند د ګجرات په ایالت کې هم ۴۲ تنه مړه کړي وو.