په پاکستان کې د بارانونو له کبله پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي 

په پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د شنبې له ورځې راهېسې د بارانونو له کبله په یو لړ رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.

د پاکستان د نیلم سیمې یو پولیس مقام خالد عزیز اسوشیتډ پرس ته ویلي دي چې نهه سیلانیان د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې په سیند کې غورځېدلي او تري تم دي. پاکستاني مقامات وايي چې دا کسان مړه شوي دي. د دغو کسانو پوره هویت لا څرګند نه دی.

همدغه راز د مقاماتو په وینا څلور تنه نور د بلوچستان په ایالت کې د بارنونو له کبله په یو لړ پېښو کې مړه شوي دي. یو بل ماشوم بیا په کراچۍ کې مړ شوی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د خبرداری یو فرمان خپور کړی او د طبیعي پېښو سره د مبارزې له مقاماتو څخه یې غوښتي دي چې د خلکو مصونیت ته پام وکړي.

نوموړي‌ همدغه راز د لویو لارو له مقاماتو څخه غوښتي دي چې بیدار واوسي، ځکه چې په ځینو سیمو کې له باران وروسته ځمکې او سړکونه ښویدلي دي.

د هوا ‌پېژندنې د ادارو د اټکل په اساس، دا اوونۍ به هم په پاکستان کې باران ورېږي. بارانونو د هغو خلکو ژوند نور هم له کړاو څخه ډک کړی چې تېرکال سیلابونو سخت وځپل.

پاکستاني مقامات وايي چې د تېرکال په سیلابونو کې شاوخوا ۱۷۳۹ کسان مړه شول او ۳۳ میلیون نور اغیزمن شول. د اټکل له مخې دغو موسمي بارانونو همدغه راز د پاکستان اقتصاد ته شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالر زیان هم رسولی دی.