یوه امبریر مسافر وړونکې الوتکه چې له اذربایجان څخه روسیې ته روانه وه د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۵) د قزاقستان اکتاو ښار ته نژدې نسکوره شوه. قزاقستاني او اذربایجاني مقاماتو ویلي چې په الوتکه د سپرو ۶۲ مسافرو او پنځّ تنه عملې له جملې څخه ۳۸ کسان مړه شوي دي.
روسي او قزاقستاني رسنیو د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال کانات بوزمبایف، له قوله رپوټ ورکړی چې "وضعیت دومره ښه ندی او ۳۸ مسافرو ژوند له لاسه ورکړی دی."
د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزارت له دې مخکې خبر ورکړی و، چې په دې پېښه کې ۳۲ تنه ژوندي پاتې شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه د ټپونو له امله په روغتون کې بستر شوي دي.
ددې الوتکې د پرزیدو په اړه چې د اذربایجان د هوایي شرکت لخوا چلول کیده، یوه ناتائید شوې ویډیو ښیي چې د پرزیدلو له ځایه تور لوګی پورته کیږي او همداشان په وینو لړلي او ټپي شوي مسافر لیدل کیدي چې د الوتکې د یوې جلا شوې ټوټې څخه راوځي.
د اذربایجان هوايي شرکت ویلي، د امبریر ۱۹۰ ډوله الوتکه چې الوتنې شمیره یې J2-8243 ده، له باکو څخه د روسیې د چیچنیا مرکز ګروزني ته په لار وه، خو د قزاقستان له اکتاو ښار څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.
د روسیې خبري اژانسونو ویلي، الوتکه په ګروزني کې د ګرد او غبار له امله لوېدلې ده. د روسیې د انټرفکس خبري اژانس راپور ورکړی چې په قزاقستان کې چارواکو ویلي چې دوی د تخنیکي ستونزې په ګډون د پیښې په اړه مختلف احتمالات ارزوي.
د روسیې د هوايي چلند د څار ادارې په یو بیان کې ویلي، لومړني معلومات ښيي چې پیلوټ له الوتکې سره د یو مرغه له ټکر وروسته د بېړنۍ ناستې پرېکړه کړې وه.
د روسیې د RIA خبري اژانس د راپور له مخې، د آذربایجان ولسمشر الهام علییف چې د چهارشنبې په ورځ یې په روسیه کې یوه غونډه کې ګډون کاوه بیرته له هغه هیواد څخه باکو ته ستون شو.
د چیچنیا د کرملین ملاتړي مشر رمضان قادروف په یو بیان کې په پیښه خپله خواشیني څرګنده کړې ده.
دا مطلب د فرانس پرس او اسوشیتید پرس اژانسونو د رپوټونو په اساس جوړ شوی