د خیبر پښتونخوا په سوات کې پښتنو ملتپالو او د سیمې نجونو د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د تعلیم دروازې ژر تر ژره پرانیزي.
په سوات کې د پښتنو د یوه ملتپال ګوند په ایالتي غونډه کې ګډون کوونکو پر نړۍ غږ کړی چې د نجونو پر زده کړې د بندیز خلاف غږ پورته کړي او د طالبانو حکومت اړ کړي چې د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي.
د پښتونخوا ګوند غړې لېمه یوسفزۍ وايي، په افغانستان کې دا وخت د خلکو د نورو حقونو سره له نجونو د زده کړې حق هم اخیستل شوی دی.
نوموړې وايي: "زموږ ټول ګوند دا غوښتنه کوي، د بشري حقونو له ټولو سازمانو او هم په افغانستان کې د طالبانو له حکومته، چې هغوی ته دي خپل بنیادي انساني حق ورکړل شي او هغوی ته دي د تعلیم حق ورکړل شي او د نجونو مکتبونه دي خلاص کړل شي."
دا هم ولولئ د نجونو پر زده کړه د طالبانو بندیز پاکستانۍ محصلینې له تعلیم څخه بې برخې کړيپه سوات کې د ملتپال ګوند په ایالتي غونډه کې د طالبانو حکومت د زور او ټوپک حکومت بلل شوی. ددې ګوند مشر خوشال خان کاکړ وايي، له کومې ورځې راهیسې چې له غیر جمهوري لارې په افغانستان کې حکومت بدل شوی، د نجونو پر زده کړه بندیز لګېدلی دی.
نوموړی وايي: "پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خپله هره غونډه او ځای کې موږ دا غوښتنه کړې ده چې په کار دي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز باید ختم کړل شي."
په پاکستان کې که څه هم د طالبانو د اوسني حکومت په هکله د پښتنو ملتپالو نظرونه تقسیم دي، خو د نجونو د تعلیم په هکله بیا ټول یوه خوله دي او بیا بیا په افغانستان کې له واکمنو طالبانو همدا غوښتنه کوي.
که څه هم طالبانو ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز یو مخیز نه دی، بلکې تر "امرثاني" دی، خو پښتانه ملتپال وايي، باید دغه امر په سمدستي توګه بېرته واخیستل شي.