په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی په روانه اونۍ کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د حکومت پر ضد د څرګندونو په تور په عمري بند محکوم کړ.
قاضي طاهر د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې په یو سیاسي اعتراض کې د ګډون په تور په عمري بند محکوم شو. طاهر په دې تورن دی چې د اعتراض پر مهال یې د پاکستان دولتي ادارو ته د سپکاوي ډک اظهارات کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) غړي او ملاتړي، چې د پښتنو فعالانو یوه کمزورې شبکه ده په پاکستان کې د پښتون اقلیت لپاره د مساوي حقونو او خوندیتوب غوښتنه کوي. دوی ادعا کوي چې مشران یې د حکومتي ځواکونو لخوا بندیان شوي، ځورول شوي او حتی له منځه وړل شوي دي.
د پاکستان په سند صوبه کې پښتانه فعالان د شاوخوا دریو اونیو راهیسې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته په احتجاج بوخت دي.
د پي ټي ایم مشران او د ډیموکراسۍ نور مبارزین وايي طاهر حتی د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې په اعتراض کې هم برخه نه وه اخیستې.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي او په پاکستان کې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ یو مشر محسن داوړ د مارچ په دوهمه په یو ټویټ کې لیکلي: "ددغه سختې سزا د توجیه کولو لپاره هیڅ شواهد نشي وړاندې کیدی. [د پاکستان] دولت سوله ییز پښتانه فعالان په دیوال ورتمبه کوي. "
په تیرو دوو کلونو کې، پاکستاني مقاماتو د پي ټي ایم څو مشران او فعالان په ورته تورونو نیولي دي - چې [ګواکې] د دولتي ادارو په وړاندې یې د سپکاوي ډکې څرګندونې کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ایم، یو بنسټ ایښودونکی علي وزیر او یو شمیر نور فعالان د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې "د یوې جنایي دسیسې د جوړولو او د دولتي ادارو په وړاندې د سپکاوي ډکو څرګندونو د کولو" په تور ونیول شول.
۲۷ کلن منظور پښتین په ۲۰۱۴ کال کې کله چې د پوهنتون محصل و، د پي ټي ایم، بنسټ یې کېښود، د هغه لپاره د هغه د ملګرو سیستماتیک نیول او په بیړه محکومول د پاکستان د حکومت له خوا له پښتنو سره د دویمې درجې اتباعو او محدودو حقونو د درلودونکو په توګه چلند دی.
ښاغلي پښتین امریکا غږ ته وویل: "په پاکستان کې د پښتنو لپاره انصاف نشته." هغه زیاته کړه: "کله چې موږ د خپلو حقونو، مساوي حقونو غوښتنه کوو او د خپلو خلکو په وړاندې د دې استعماري چلند په ضد اعتراض کوو، موږ د نامعلوم وخت لپاره په زندانونو کې اچول کیږو."
پښتانه د پاکستان د نفوس له ۱۵ څخه تر ۱۸فیصدو پورې جوړوي، چې زیاتره یې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د خیبر پښتونخوا ایالت کې ژوند کوي چې د یاغیګرۍ او د یاغیګرۍ ضد میارزې په منځ کې ګیر دی.
د مخالفت او ترهګرۍ توپیر
پاکستاني چارواکي وايي، هېواد يې د ترهګرۍ قرباني دی او په تېرو دوو لسيزو کې د پوځي پرسونل په ګډون زرګونه پاکستاني وګړي په ترهګريزو بريدونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې دوی اوس هم په فعاله توګه د ترهګرو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز په ټینګار سره وویل چې: "د بیا راټوکیدو لپاره د هغوی [ترهګرو] ناهیلو هڅو ته به د بریا اجازه ورنکړل شي." همداشان د پاکستان د پوځ یو ویاند د فبرورۍ په نهمه په یو ټویټ کې وویل: "موږ به د ترهګرو، د هغوی د ملاتړو او شریکان پاتې شوني په هر څومره لګښت چې وي له منځه یوسو."
خو بیا هم منتقدین د پاکستان ځواکمن پوځ د وسله والو ډلو سره په پټ دخالت تورنوي هغه ارهګر چې په هند او افغانستان کې ترهګریز عملیات ترسره کوي.
داسې اندېښنې هم شته چې پوځ د ترهگرۍ ضد قوانینو څخه ناوړه ګټه پورته کوي ترڅو د مشروع مخالفت مخه ونیسي.
د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک د امریکاغږ ته وویل چې: «مدني او سیاسي اختلاف ترهګري نه ده.» هغه زیاته کړه چې حکومت باید د سیاسي فعالانو، په ځانګړې توګه د پښتنو او بلوڅو د حقونو له فعالانو سره چې پر دولتي ادارو نیوکې کوي، د ترهګرو په توګه چلند بند کړي.
د بشري حقونو سازمان هم وايي چې په پاکستان کې اقلیتونه له تبعیض او اذیت سره مخامخ دي چې حکومت د هغوی د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلی.
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې، پاکستاني مقاماتو "د خپلو مخالفینو او د مدني ټولنې د هغه ګروپونو په وړاندې د یاغیګرۍ او د ترهګرۍ ضد قوانینو پلي کول پراخ کړي چې د حکومت پر کړنو او تګلارو انتقاد کوي."
د رسنیو سانسور
خبريالان او د ازادو رسنيو مدافعين وايي، په پاکستان کې د ډار پراخ چاپېريال شته چې د دولتي پوځ او استخباراتي ځواکونو له خوا د سرغړونو په اړه د رسنيو د پوښښ مخه نيسي.
د پاکستان مشهور ژورنالیست احمد رشید وویل: "داسې بې شمېره موارد شته چې دواړه پوځ او ملکي حکومت سره لاس یو کړی چې هیڅ ډول حساس مسایل په سمه توګه مطرح نشي. "
هغه د امریکاغږ ته وویل: "موږ تر ۵۰ پورې چینلونه لرو او هر چینل د پوځ د معلوماتو د څانګې لخوا څارل کیږي او د خبرو اترو ډیرې خپرونې د څو دقیقو أباره ځنډیږي، نو ددې امکان شته چې هغه څه ترې لرې شي، چې ممکن یو چا ویلي وي او خپریدل یې خورا حساس وي."
ښاغلي رشید وویل، د رسنیو لخوا د خپل ځان سانسور کول هم شته، چې هڅه کوي د پوځ د غوسه کیدو مخه ونیسي.
د پي ټي ایم فعالان د رسنیو بندیزونه غندي او ادعا کوي چې په رسنیو کې د دوی د فعالیتونو په خپریدو بندیز لګول شوی دی.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر پښتین وویل: "رسنۍ له موږ سره خبرې نه کوي. دوی زموږ د غوښتنو او فعالیتونو په اړه راپور نه ورکوي،" هغه زیاته کړه چې د فبرورۍ له ۱۶ راهیسې د دوی د روانې ناستې په اړه هیڅ پاکستاني رسنۍ له هغه او د پي ټي ایم د نورو غړو سره خبرې نه دي کړي.
یو خبریال چې د خپل امنیت او د دندې د خونديتوب په خاطر یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه وویل: "پاکستاني رسنۍ د پي ټي ایم او د هغې د فعالیتونو په اړه راپور نه شي ورکولای، حتی که د رپوټ کولو وړتیا هم ولري."
د بشري حقونو ډلې د پاکستان پر حکومت تورلګوي چې د رسنیو د کنټرول لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي او د خبریالانو او مدني ټولنې فعالانو په ځورولو او توقیفولو سره د مخالفت مخنیوی کوي.
د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، تیره میاشت، د پاکستان حکومت د سایبري جرمونو یو جنجالي قانون تصویب کړ چې د پوځ او قضا په ګډون د مقاماتو "آنلاین بدنامول" جرمي ګناه ګڼل شوې چې د سختو جریمو سره مل ده.
خو پاکستاني چارواکي په کلکه د رسنیو سانسور ردوي او ادعا کوي چې په هیواد کې د رسنیو آزاد او پیاوړی چاپیریال شتون لري.
د پي ټي ایم د مشر ښاغلي پښتن لپاره چې د عدم تشدد د فعالیت پلوي کوي، په پاکستان کې د آزادو رسنیو او ډیموکراسۍ برخلیک په کلکه پدې پورې تړلی دی چې پدې هیواد کې د ټولو قومونو او مذهبي اقلیتونو لپاره د مساوي حقونو او خوندیتوب تضمین وشي.
هغه وويل: "موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو که څه هم چې په رسنيو کې سانسور اوسو."
رپوټ: اکمل داوي - امریکاغږ