یمن کې د واده پر مراسمو بمباري شوی

د بشري حقونو سازمانونه پر سعودي نیوکه کوي چې په بمباريو کې ملکي خلک وژل کیږي

په یمن کې عیني شاهدان او چارواکي وايي چې د واده په مراسمو باندې په هوايي برید کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید، چې شک کیږي سعودي الوتکو کړی وي، د چهارشنبې په ورځ ناوخته د یمن ذمار په ولایت کې د سنبان په سیمې کې پر یو کور وشو.

دغه سیمه د حوثي وسله والو په لاس کې ده. څو میاشتې کیږي چې سعودي عربستان په حوثي وسله والو باندې هوايي بریدونه کوي.

د سعودي په مشری ایتلاف د پيښه په اړه سمدستې څه نه دې ویلي. خو، د سعودي په مشرۍ ایتلاف په مکرره توګه په دې تورن شوی دی چې په یمن کې یې خونړی بریدونه کړي دي.

ملګروملتونو ویلي دي چې د هوايي بریدونو د پيلیدو راهیسې، چې شپږ میاشتې یې کیږي، په یمن کې ۱۱۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

دغه په تیرو لسو ورځو کې دوهم ځل دی چې د سعودي په مشری ایتلاف په دې تورنیږي چې په واده یې بمباري کړې ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې نهه عربي هیوادونه شامل دي. دغه ایتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي د مارچ په میاشتې کې خپل بریدونه پيل کړل. د جنوري په میاشتې کې حوثي یاغیانو د یمن پایتخت صنعا ونیوله.