ایټالیا کې پاکستاني مورو پلار د لور وژلو له کبله په عمري قید محکوم شول

پولیسو د نجلۍ مړی په همدې سیمې کې موندلی و.

په ایټالیا کې یوې محکمې سه شنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۸) د یوې ۱۸ کلنۍ پاکستانۍ نجلۍ مورو پلار او تره لدې کبله په بند محکوم کړل چې خپله لور یې د کورنۍ په خوښه له واده څخه انکار کولو په خاطر وژلې وه.

څارنوالانو په محکمې کې استدلال کاوه چې د سمن عباس کورنۍ هغه د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په لومړۍ نیټې وژلې وه او بیا یې په یو لیرې پراته کور کې خښه کړې وه.

د دې پیښې څخه وروسته د نجلۍ مور او پلار پاکستان ته تښتیدلي و.

د سمن عباس مړی د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د ایټالیا په شمال کې هغو پټیو ته نږدې د بزګرانو یو کور کې وموندل شو چې د دې نجلۍ پلار پکې کار کاوه.

پولیسو د نجلۍ وژل کیدو څخه تقریباً یو نیم کال وروسته تر دې چې د څارنې په یوې ویډیو کې ولیده چې دا نجلۍ په همدې پټیو کې د خپلو والدینو سره ژوندۍ ګرځیده، د هغې پسې لټون پیل کړ او مړی یې د خاورو لاندې څخه وویست.

محکمې د وژل شوې نجلۍ پلار شبرعباس او مور نازیه شاهین ته د عمري قید سزا ورکړله او تره، دانش حسنین ته یې د ۱۴ کالونو بند تیرولو سزا ورکړله.

د نجلۍ پلار د روان کال د اګست په میاشت کې د پاکستان لخوا ایټالیا ته وسپارل شو او د محکمې حکم اوریدو پر وخت یې پداسې حال کې چې ژړل یې، ځان بې ګنا وباله.

ګمان دا دی چې د نجلۍ مور لا هم په پاکستان کې ده او محکمې ورته په غیاب کې سزا ورکړله.

د نجلۍ مورو پلار غوښتل چې هغه په پاکستان کې د یو خپلوان سره واده وکړي خو هغې دا نه منله. د مړینې علت معلومولو په معایناتو کې څرګنده شوې وه چې د نجلۍ د غاړې هډوکی مات شوی و او ښایي چې د زندۍ کولو له کبله دا هډوکی مات شوی وي.

دا نجلۍ د خپل مور او پلار سره د ایټالیا شمال ته په کوچنیوالي کې راکډه شوې وه او په یوې کرنیزې سیمې کې یې د خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه.

هغې تر راتګ وروسته په چټکۍ په لویدیځو هیوادونو کې د ژوند کولو طریقو ته مخه کړله، له سره یې ټیکری لیرې کړ او د خپلې خوښې یو هلک سره یې تر واده وړاندې ګډ ژوند تیراوه.

هغې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو هم خپره کړې وه چې خپل پاکستانی یار یې ښکلاوه.

په ایټالیا کې پلټونکو ویلي چې د همدې ویډیو له کبله د نجلۍ مور او پلار په غصه شوي و او ترې غوښتي و چې په پاکستان کې د خپل تره زوی وسره واده وکړي.

د دې نجلۍ محاکمه په ایټالیا کې د مهمو جنایي تحقیقاتو څخه یوه وه. د ایټالیا په ګډون ډیری لویدیځو هیوادونو کې دا ډول پیښې د هغو نجونو سره کیږي چې د خپلې کورنۍ خوښې په خلاف بغاوت کوي او د خپلې خوښې سره سم شخص سره واده کول غواړي.