د لویې پکتیا جلغوزي چېرته وړل کېږي؟

افغانستان چین ته جلغوزي صادروي

د زنغوزیو سوداګر وايي چې د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي لارې په پرانستلو سره د لويې پکتيا د زنغوزیو زياته برخه اوس هم د پکتيکا د انګور اډې او واڼه له لارې...

د جلغوزیو یو شمېر افغان سوداګر وايي، د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي لارې په پرانیستلو سره د لويې پکتيا د جلغوزیو زياته برخه اوس هم د پکتيکا د انګور اډې او واڼه له لارې پاکستان ته په قاچاقي توگه وړل کېږي.

د غه سوداګر وايي چې پاکستان ورته ګمرکي تعرفه معاف کړې ده، دوی له افغان دولت نه غواړي چې د چين د ګمرکي محصول په راکمولو کې ورسره مرسته وکړي.

د جلغوزیو یو سوداگر شهزاده او د اتحادیې مشر د لوړ ګمرکي محصول نه سر ټکوي.

هغه وویل:

"که چېرې د پاکستان له لارې نه پر موږ لوړ ټکس وي بیا موږ تاوان کي هلته، ځکه چې په سل رویپۍ چې ېېدوی مول رسېږي موږ نې که ټېکس ډیری وي، نو ېې میږ به یوسلو شل رېپی به وي. ددوی زنغوزی به په سل روپی وزي ، یی میږ حتما یوسلو پینځس او یوسلو شپیته رسیږي نو په داکی میږ خود به خوده تاوان کي."

د خوست والي وايي، دولت پوره ژمن دی چې د جلغوزيو د د پاکولو او صادرولو ته د برابرولو لپاره ټول امکانات برابر او پر چين سربېره ځينو نورو هېوادونو ته هم د صادراتو زمينه مساعده کړي.

په لویه پکتیا کې د جلغوزیو سوداګر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې افغان حکومت د «لړم پر ۱۵» له چین سره د هوايي دهلېز په پرانیستلو سره دغه هېواد ته ۲۰ټنه جلغوزي صادر کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هوايي‌ د هلېز پرانیستلو پرمهال وویل چې د افغانستان پټو زېرمو لکه جلغوزي،پیستې او زیرې ته باید د ملي سرمایې په سترګه وکتل شي.

د افغانستان د جلغوزیو لویه برخه په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې تولیدېږي، افغان ولسمشر د یکشنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال ویلي و چې د دغو ولایتونو جلغوزیو ته به خاصه پاملرنه کېږي.

د لویې پکتیا جلغوزي

ښاغلي غني همدارنګه ویلي و چې په دې اړه دې د پکتیکا په پوهنتون کې یو ځانګړی څېړنیز فارم جوړ شي او د جلغوزیو یو مرکز به په پکتیکا کې وي.

د افغانستان د جلغوزیو کلنی حاصل ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږي.