په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې پوځ چهارشنبې اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) د هلیکوپترو په مرسته د اورپکو په یو پټنځای برید کړی او په عملیاتو کې اته اورپکي او درې پوځيان وژل شوي دي.
دا په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو وروستۍ پېښه ده. د ډیوه راډیو د راپور په اساس، په دغه ایالت کې د اکتوبر په میاشت کې د ناامنیو په ۴۶ پېښو کې د ۵۳ پولیسو او پوځيانو په ګډون لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د ځايي پولیسو یو مشر زاهدالله وویل چې د بنو په عملیاتو کې په وژل شویو کسانو کې د اورپکو یو قومندان شامل دی.
پوځ ویلي چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پراساس "د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره" کړي دي او په ترڅ کې یې د پوځ یو جګړن هم وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ له خوا په دغه سیمه کې دا ډول عملیات زیاتره وخت د پاکستاني طالبانو په خلاف ترسره کیږي. د "تحریک پاکستان طالبان" ډله د افغان طالبانو متحد ګڼل کیږي او په کابل کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې یې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.
د اکتوبر په ۲۵مه په ډیره اسماعیل خان کې پر یوه امنیتي پوسته باندې په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي وو او له هغه دوه ورځې وروسته د شمالي وزیرستان په میرعلی کې پر یوه بله امنیتي پوسته باندې د اورپکو په برید کې څلور پولیس، څلور پوځیان او څلور عام وګړي وژل شوي وو.
د اکتوبر په ۵مه په شمالي وزیرستان کې په يو برید کې د پوځ د یو ډګرمن په ګډون شپږ سرتیري او ورپسې په بله ورځ په کورمه کې اووه نور سرتیري ووژل شول.
د زیاتره دغو بریدونو مسئولیت د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې په غاړه اخیستی دی. اسلام اباد ادعا کوي چې دا ډله په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.
د خیبرپښتونخوا وروسته د بلوچستان په ایالت کې د نامنیو ترټولو زیاتې پېښې شوي دي. د پاکستان امنیتي ځواکونو په دغه ناامنه ایالت کې د ازادي غوښتونکو ډلو په خلاف عملیات پیاوړي کړي دي.
ددې راپور په چمتو کولو کې د اسوشیتد پرس او ډیوه راډیو معلومات کارول شوي.