د پیښور په حيات آباد کې د پولیسو او ترهگرو جگړه

پاکستاني مقاماتو ویلي چې د پیښور ښار په حیات آباد سیمه کې د ترهگرو په ضد عملیات پای ته رسیدلي دي او په جگړه کې پنځه ترهگر او یو یو پولیس منصبدار وژل شوي دي.

د مقاماتو په وینا د پېښور په حيات آباد کې د دوشنبې په ماښام په يو کور کې د ترهګرو د نیولو لپاره عملیات پیل شول، خو د ترهگرو د مقاومت په وجه یې ١٧ ساعته دوام وکړ. دغه عملیات د سه شنبې په ورځ (اپریل ١٦) وروسته له غرمې پای ته ورسیدل.

د پیښې عیني شاهدانو او حکومتي مقاماتو ویلي چې ترهگرو پدې جگړه کې د درندو وسلو نه کار اخیستی دی.

د پېښور د پولیسو مشر قاضي جميل الرحمان ویلي چې په عملیاتو کې پنځه ترهگر او یو منصبدار چې قمر عالم نومیږي وژل شوي دي.

قاضي جمیل ویلي دي چې د ترهگرو پر ضد پدغو عملیاتو کې پولیسو او د پوځ ځانگړو قواو برخه اخیستې وه. هغه پدغو عملیاتو کې د یو پولیس منصبدار او یو سرتیری د ژوبل کیدو خبر هم ورکړی دی.

له نښتې وروسته د مقاماتو په وینا په هغه کور کې چې سخت دریځه په کې پټ وو شاوخوا ٥٠ کیلوگرامه چاودیدونکي مواد موندل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې دغه تورن کسان یواځې څو ورځې دمخه دغه کور ته راغلي وو.

تر اوسه نده معلومه چې دغه کسان د کومې ډلې غړي و خو دمخه د پاکستاني طالبانو او داعش ډلو په پیښور او د پاکستان په نورو سیمو کې دغه ډول فعالیتونه کړیدي.‌