په پاکستان کې پر شعیه ګانو مرګانی برید وشو

په پاکستان کې پر شعیه ګانو مرګانی برید وشو

پاکستاني ماموران وايي چې نامعلومو ټوپکولاو د افغانستان د سرحد سره نږدې د کرمې اېجنسۍ د بگن په سیمه کې په هغو موټرو باندې ډزې کړې دي چې د شیعه گانو د توري قبیلی وگړي په کې سپاره وو، ٨ کسان یې ووژل او ٥ کسان یې زخمیان کړل. پاکستاني ماموران وايی چې حمله کوونکو ١٨ کسان وتښتول. پولېسو د نننۍ حملې مسوولیت د طالبانو پرغاړه غورځولی دی.

مامورانو وویل چې شېعه گان په هغه عمومي سړک باندې په موټرو کې روان وو، چې پېښور د کرمې د مرکز پاره چنار سره نښلوي. په کرمه اېجنسئ کې تل د سنیانو او شیعه گانو ترمینځ شخړې وخت په وخت راپورته کېږي.