په پاکستان کې د دیني او مذهبي اورپکتوب په ضد مبارزه داسي بریښي لکه چې یو بزګر له ماینونو ډکې کروندې کې کار وکړي. دا ځکه چې د اسوشیټ دپرس په حواله د امنیتي ځواکونو او حکومت په منځ کې د منع کړل شویو هغوو ترهګرو او مذهبي سازمانونو سره خواخوږي موجوده ده، چې د مذهب په نامه جرمونه کوي.
همدغه علت دی چې ډېر خلک فکر کوي د پاکستان حکومت دا وړتیا نلري هغو ترورویستي بریدونه او تاوتریخوالی ختم کړي، چې هرکال سلګونه خلک وژني.
د پاکستان د لاهور په ښار کې په یو پارک کې پر مسیحیانو مرګوني بریدونه، چې ۷۲ مسیحیان یې ووژل، په دغه هېواد کې د افراطیت سره د مبارزې په اړه بیا پوښتنې پيدا کړي. له دغه برید وروسته امنیتي ځواکونو سلګونه مشکوک کسان ونیول.
په همدې حال کې سلګونو کسانو د ممتاز قادري د اعدام پر ضد مظاهره وکړه او په ټولنیزو رسینو کې په خپاره شویو تصویرونو کې ښودل کیږي چې د پاکستان د ځانګړو پولیسو مشرانو د هغه په جنازه کې برخه اخیستې وه.
ممتاز قادري، د پنجاب والي سلمان تاثیر په ډزو وژلی و. ښاغلي تاثیر په ښکاره دین ته د نه سپکاوي د قانون پر ضد کمپاین کاوه.
پنجاب
د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د حکومت او چارواکو مبارزه هغه وخت لا ډېره تر پوښتنې لاندې راوستل شوه، چې د پنجاب د قانون وزیر رانا ثناالله وویل چې په لاهور کې ترهګرې ډلې فعالیت نکوي.
خو، په پاکستان کې د ترهګرۍ د چارو کارپوه زاهد حسین وايي، چې لاهم د بندو شویو سني اورپکو ډلو مرکزونه په پنجاب کې دي.
د ښاغلي حسین په وینا په دغو ډلو کې یوه هم د جیش محمد ډله ده، چې په بېلابېلو نومونه فعالیت کوي، په یو شمېر ترهګریزو بریدونو تورنه ده او مشر یې په ۱۹۹۹ کال کې د یوې الوتکې د تښتولو په تور ونیول شو او په هند کې بندي شوی، چې اوس پرېښودل شوی.
د لشکر طیبه ډله هم د پنجاب په ایالت کې د جماعت الدعوه په نامه فعالیت لري، امریکا لشکر طیبه ترهګره ډله بولي. دغه ډله په ۲۰۱۵ کې ممنوع اعلان کړل شوه، خو مشر یې حافظ سعید لا هم په پاکستان کې ازاد ګرځي راګرځي، په غونډو کې خبرې کوي او خلک د لویدیځوالو او هند پر ضد فعالیتونو ته هڅوي.
ښاغلی حسین وايي، د سپاه صحابه مرکزونه هم د پنجاب په ایالت کې دي. دغه ډله بیا په پاکستان کې په شعیه لږګیو باندي په لسګونو بریدونو او وژنو تورنه ده. د پنجاب د قانون وزیر ثناالله په خپله هم د ایالتي انتخاباتو پر مهال د سپاه صحابه له مشر سره د خپل ګوند لپاره ګډ کمپاین کاوه.
په پاکستان کې پر ښوونځیو، پوهنتونونو، ملي بسونو، کلیساګانو، مندرونو، زیارتونو او نورو دا ډول ځایونو باندې بریدونه شوي. د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي په ۲۰۱۵ کال کې په تاوتریخوالي کې ۴۶۱۲ تنه وژل شوي دي.
په لاهور کې پر مسیحیانو باندې د برید مسولیت، د جماعت الاحرار په نامه یوې ډلې واخیست چې، په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي او له اسلامي دولت، داعش، سره یې بیعت هم کړی دی.
په واشنګټن کې د وډرا ویلسن د نړیوال مرکز یوه کارپوه کوګلمن وايي " په پاکستان کې ټولې مېشتې ترهګرې ډلې، له یو ځای نه سرچینه اخلي. دغه ټولې ډلې، د افراطیت ګډ فکرونه لري او ډېرې یې له القاعدې سره اړیکې هم لري. دوی پر بېلابېلو هدفونو بريدونه کوي، ځینې یې پر پاکستان، ځینې پر هند او نور یې بیا په افغانستان کې. په حقیقت کې په پنجاب کې د ترهګرو ډلو د فعالیت ساحه ډېره پراخه ده. "
پوځ او ترهګر سازمانونه
سره له دې، چې افغانستان ته نژدې په قبایلي سیمو کې، د پاکستان ډېر پوځیان هم ووژل شول، خو بیا هم د دغه هېواد پوځ له ترهګرو ډلو سره تاریخي اړیکي پالي.
دا د پاکستان پوځ و، چې د لشکر طیبه او حرکت الجهاد په نامه ډلې یې جوړ کړي، مالي مرستې یې ورسره وکړې او جنګیالي وروزل، چې د کشمیر په لانجمنې سیمې کې پر هندي اهدافو بریدونه وکړي، دغه ټولې ډلې د پاکستان د استخباراتو، آی اس آی، سره اړیکي لري.
د پاکستان د پوځ مشران هم له دا ډول ترهګرو ډلو سره خواخوږي او نژدې اړیکې پالي. په اویایمو او اتیایمو لسیزو کې د پاکستان پوځي واکمن ضیاالحق او بیا د سپتمبر له پېښې وروسته جنرال پرویز مشرف له دغو ډلو سره خواخوږي لرله او د اړتیا پر مهال یې ترې ګټه اخیستله.
کارپوه عقیل شاه، په امریکا کې د بهرنیو اړیکو د شورا جریدې ته په خپلې مقالې کې لیکلي " د پاکستان پر سړکونو روان تاوتریخوالی او ستونزې، د بهرنیو ځواکونو تخریبي فعالیتونه او یا د ولسي خلکو بې منطقي نه ده، بلکې دا په خپله د پاکستان د پوځ کار دی چې، له پخوا نه یې جهاد د یوې وسیلې په ډول کاروه. "
خو، د پاکستان د دفاع وزارت ویاند عاصم باجوه، دا خبرې په کلکه ردوي.
سره له دې چې،هغه په تېر کې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان د پوځ اړیکې نه مني، خو ټېنګار کوي چې د پاکستان پوځ د افراطیبت پر ضد " هېڅ زغم نلري " او وايي " اوس وخت بدل شوی دی. موږ د ټولو پر ضد یو ډول عملیات کوو. موږ د ترهګرۍ د ګواښ خمتولو ته ژمن یو. "